(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.01.2024خوب وینم عالمه

[26.Jan.2024 - 17:52]

 

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکي معنا

پروت يم سر مه ايښې د خپل يار په زنګانه

خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه

کينا ستم په بام د محمود سترګې د اياز شوم

پورته د خاموش زړګى نه غوږ د مينې ساز شومه

خرڅه مه په حورو کړه د ډمو زمانه

 

خوب وينم چې ناست يم ده جيندى په يخه غاړه

شاه م سويلو کښ لکه سره شمع ولاړه

سرې شونډې مسکئ شوه ماته ئې وې چې ژاړا ژاړه

څکه دې د زړه وينې شراب دې مستانه

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

 

خوب وينم چې باغ دې د ګلونو او ماښام دې

سرې سترګې ساقى د ساقى سرو ګوټو کښ جام دې

لاس په ستار پروت ليونې مست لکه خيام دې

اړئ په نرې نرې د مينې افسانه

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

 

خوب وينم چې سپينه سپوږمئ پاس په خندا راغلله

ماله محبوبا په شرم شرم خندا راغلله

شونډو کښ شراب او په کوکئ کښ قضا راغلله

سر خمارې راکه پيمانه په پيمانه

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

 

خوب وينم چې پټ شوم په نسيم کښ بهر لاړمه

خوا له د جانان لکه د مينې نظر لاړمه

سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه

يو شړڼګ کښ مه لوټ که د عمرونو خزانه

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

 

خوب وينم چې زه لکه لولکه په سيل اووتم

پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبيل اووتم

تاؤ د سپينې غاړې د ليلا په اميل اووتم

پټ م ورته ووې سلامونه جانانه

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړى معنا

 

خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

يا يو موټې خاوره وم يا لوئ درياب د نور شومه

خو بانګ د سحر اوشو زه راوښ کرو کور شومه

خوب يوړه خوبونه را جمدئ شوه زمانه

وئ پريوزه ليوانيه تيره وه دِ جيلخانه

خان عبدالغني خان

Ghani Khan

-
بېرته شاته