(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.01.2024کسیه خانې

[26.Jan.2024 - 17:48]

د شهيدانو د ورځ په حواله نظم کوم چې ما د قصه خوانۍ د چاؤدنې په وخت ليکلے وو او بيا کال 1/1/2000 کښې رېکارڈ شوے هم وو دا چاؤدنه د فردوس پېښور د چاؤدنې نه پس شوې وه چې د ملک سعد صېب په شمول پکښې ډېر بې ګناه مسلمانان شهيدان شوي وو  

۔ اقبال مومند 

 

مونږ لا ګلونه د فردوس راپورته کړي نه وو 

مونږ شهيدان د باجوړ لا پورته کړي نه وو 

مونږه لا څلي په سينو کښې د ارمان جوړول 

مونږه لا سترګو کښې عکسونه د ګومان جوړول 

مونږ لا د وينو د څادر پيڅکه وينځلې نه وه 

مونږه لا زنه د شهيد ارمان تړلې نه وه 

زمونږ په سترګو کښې لا پرخه پرخه ناؤ پروت وو 

زمونږ په زړونو کښې د سرو وينو تلاؤ پروت وو 

مونږه په ماته ملا کوشش د پاڅېدو کړے وو 

هيله مو نيت په اډاڼه د اودرېدو کړے وو 

چې سلسله دې راله بيا د تصور ماته کړه 

چې دوباره دې راله ملا د پېښور ماته کړه 

 

چې د تاريخ پاتې سودا دې راله هم ورانه کړه 

قصه خوانۍ پاتې وه دا دې راله هم ورانه کړه 

لمبه لمبه شو پېښور تنور تنور پېښور 

دا د اولس او د پولس په وينو سور پېښور 

پېښور لاړو د بارودو په ګرداب لاهو شو 

پېښور لاړو د سروټکو په درياب لاهو شو 

اوس په وطن کښې ښکته لاړ شمه که پورته لاړ شم؟ 

امن له کومه ځايه راؤړمه کوم لور ته لاړ شم ؟ 

 

اوس که چا وې چې پېښوره د ګلونو ښاره

اوس که چا وې چې پېښوره د سېلونو ښاره

اوس که چا وې چې په ښارونو کښې سلطانه ښاره

اوس که چا وې چې د ښاٸست د وطن خانه ښاره

اوس که چا وې چې اے د امن پيامبره ښاره

اوس که چا وې چې پېښوره د زړه سره ښاره

هسې په خله واﺉ دروغ واﺉ ريښتيا نه واﺉ 

دې ته ياری نه واﺉ دې ته ملګرتيا نه واﺉ 

 

ته نو په کومه جزبه ما وژنې او ځان وژنې ؟

د چا د پاره بې ګناه مسلمانان وژنې ؟ 

تاته دا څوک واﺉ چې پلار تباه کړه ورور تباه کړه؟ 

تاته دا څوک واﺉ چې ځان تباه کړه کور تباه کړه؟ 

تاته دا څوک واﺉ اورونه د نمرود اوشينده ؟ 

تاته دا څوک واﺉ ګلونو کښې بارود اوشينده؟ 

ته چې راپاڅې د قيامت په ورځ نو څه به واٸې؟ 

زما په باب له به څه واٸې او که نه به واٸې ؟ 

تا سره ستا د عقيدې څه جواب شته او که نه ؟ 

تاسره غم څه د حساب او کتاب شته او که نه؟ 

دا ستا په شا کوم ابوجهل کوم شداد ولاړ دے ؟ 

دا ستا په شا د کوم ظالم شمر اولاد ولاړ دے ؟ 

تا چې دا څوک د جنتونو نه دوزخ ته بوځي ؟ 

تا چې دا څوک د کوم اړخ نه کوم اړخ ته  بوځي ؟ 

 

اے چې دا څوک دے چې يې ته خفه کولے نه شې ؟ 

اے چې دا څوک دے چې د زړه نه يې وېستلے نه شې؟ 

اے چې دا څوک دے چې په ته له خپله ځانه ګران دے ؟ 

اے چې دا څوک دے چې په تا باندې بې شانه ګران دے؟ 

اے چې -
بېرته شاته