(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.12.2023جنتونه

[20.Dec.2023 - 14:31]

 

ستا اووه واړه جنته

د دې يو د ناز بڅری

ستا څلوېښت زره کتابه

د دې دوه خوږې خبرې

ستا وعدې اوږدې د حورو

دلته سرې شونډې شکرې

مُلا تا څکلي نه دي

نرۍ سرې شونډې کاپرې

راشه راشه لېوني له

جام وچت کړه مسلمان شه

د رندانو په مذهب شه

جنتي په دې جهان شه

غني خان

-
بېرته شاته