(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.12.2023خوږ دی ماته ملک زما

[19.Dec.2023 - 07:05]

خوږ  دې  ماته  ملک  زما

خوږ    تر     کل     جهان

زه به  ځم په جنګ  د  قام

زه   چې    شمه     ځوان

 

وينه   د   توده   زما   رګونو     کښ   د  ننګ

سر که م قام غواړى زه به ئې نکړمه په  څنګ

 

زور  دې  ما  ليدلې  هم  د  توپ  هم  د ټوپک

زور   م   غيرت   دې   د   همه  زورونو   خان

زه  به ځم  په جنګ د  قام

زه    چې    شمه    ځوان

 

سر  څه  سپى سر وى چې فدا نه وى  په قام

نر څه  ښځونى وى  چى شيدا  نه وى په قام

 

نوم ناموس ئې څه وى چې ئې نوم وئ  غلام

دا  نوم  به  بدل  کړم  يا  به  کړم  بدل  جهان

زه به ځم  په جنګ  د قام

زه   چې    شمه    ځوان

 

زه   پښتون    بابا   د  خپلو  وينو  پيدا  کړې

زه   پښتنې  مور  په  غيرتى  پيو   لوې  کړې

 

مونږ  په  پلار  نيکه  ديد مردۍ کارونه کړې

زه  به  غلام  نه شمکه  غلام شى ټول جهان

زه به ځم  په جنګ  د  قام

زه   چې     شمه    ځوان

 

زه   به   په   وجود    يمه  کوټلې   وزير  آس

کړم   به  د  کاروان  خبردارې    لکه   د    جرس

 

يم  به  د ظالم  سترګو کښ تل  د سترګو خس

زه   به   لکه   باز   يم  د  نرتوب  مرد   ميدان

زه  به ځم په  جنګ د  قام

زه   چې    شمه     ځوان

 

زه  به  لوئې زړګې  لکه  شيرشاه د  بنګالئ لرم

مټ   به    ابدالى   لرم    همت   به روهلى لرم

 

سر  به  ښکته  نه  کم  که  زرګونه  کشالې  لرم

ربه   ښکته   مه   کړې  چاته  سر  ته  د  افغان

زه  به  ځم  په جنګ  د  قام

زه   چې    شمه    ځوان . .

غنی خان

-
بېرته شاته