(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.10.2023د ازادۍ

[21.Oct.2023 - 13:59]

دازدۍ ګــلان

ګــــــلان شـــــتـه خـــــو ډوب ولاړ دی اغـــــــــزو کې

پـــیــغـلې غــواړي چې ئـــی و ټــومــبـې کـمڅــو کـې

 

ځـــلـــمــی اوس دی امــــتـحـان د مــــیــنـــې اخـلـی

پـــاتــې رانــه نـــــه شــــــی د ګــلـو پــه راوړو کــــې

 

کــه ګــــــــلان دازادۍ راوړی ځــــــــــلــــــــمـــیــه

بــــیـا پــیـغــلې یـــــادوي دې پـــه  مــــســــرو کــــې

 

د مــجـــنــون لـــیــلا کــیـسـی بـــه خلک پـــریـــږدی

ســتــا د مــیــنې کیـســی کــېـږی بـــه حـجــــرو کې

 

پـلــوشــــی بـه داسـمـان ســــتــوري خـــپـرې کــــړی

رڼــــا ئــــی به شــی د ژونـــد پــه تــــــــروږمـــو کــې

*****

 

ډکـی پــیـمانـی

تا چـې د سـرو شـونــډو قـلـنګ کـې بـهانـې پـریـښـودې 

زه ستا مـلـنـګ شوم ما د ټـول چم مـیـخـانـی پریښودې

 

ستا د اوربـل لانـدې مـــې جــــوړه کـــړه دیــره د مــیـنـــې

دعــشـق نــشو کـــې مـــې د مـیـنې خـزانـی پــریــښـودې

 

مـجـنـون لـیـلا نـه لاس پـه سـر شـو چــې ئــې تــه ولـیدې

بـلـبـل هـم بــــڼ کــې د ګــلـونـــــو تــــرانــــې پــریـــښـودې

 

چـې ستا د سپـین مـــخ پـه رڼـا بـانـدې ئی زړه بایلــو دو

پــتـنـګ د شـمـــعـې ســره نـــورې یــارانــــې پـریـښـودې

 

چـې سـتــا د تـــورو زلــفـو ســوری ئې په ږیـره پـریوت

شـیـخ پــه ثـــنـا کـې دې د حــــورو افـسـانـې پریــښـودې

 

سـتـا عـاشـقـان مـې رقـــیـبـان شــــو خــــو مــا وګــټـلـه

د مــیــنې نـــنـګ کـې د پــښتـو مـې نـښانـې پریښودې

 

چـې سـتـا د خـولـی د مـیـو خـونـد مــزه ئــې وڅــکـــلــه

ســتـوری ســاقـې تــه ډکې ډکـې پــیـمـانــې پریښودې

 

 *****

 

د میـرویـس بابا پګړۍ

بـچـــې دې د پـښـتـون ډ یـــر شـي کـه لروي او کـه   بر

هـر ګـوټ کې دې پـیـدا شـي د خوشحال نیکـه لـښکــر

 

د پـت   ښـیګــړی تــوری ورورولـی ئـــې جـــــــوړه خـټـه

پـه نـنـګ کـې ئــــې اښـکـلــی د پــښــتـون هـــــډ او ټــبر

 

پــښـتـو او پــښـتـونــــوالــی وروڼــی کــې ئــې ونـــغــاړه

ای پــــلاره د مـیـرویــس بــابــا پـــګــــړۍ کــړه ورپــسر

 

چــې ســر ټــیــټ نـکـړی غـیر تــه ازادۍ ســندری وائــی

اوتــــورې د ښـکـیـلا ک تــه ئـې سـیـنه وی لـکــه سـپـر

 

د توری او قـلـم خـاونـد چـې هر پـښـتون بــچـــــی شـي

نــو هـــلــه بـــــه روښــــانـــه شــي بــیا ســــتـوری د سـهـر

 *****

 

یـورپـی پـېـغـلـه

دا ده یــــورپــی پــېـغــلـه پــری ئـې ږده چـــې څــه کوي

قـید پابـنـدی نــه مــنــی هــر څــه پــــه خــپـل زړه کـوي

 

ســتـا پــدی کې څـه کــار دې بـد کـوي کـــه ښـــــه کـوي

جــوش د مـیـنـې تــن کـــې شــتـه چــیرتــه الـــوتـــه کوي

 

الــــوزي بــــه   کــــوم پـــلــو چــیـرتـه بــــه د مـــــه کــــوي

چـــا تـه بـه بــیا وخـانــدي چا غــېــږ کـې به شـپـه کـوي

 

چــا تــــه بـــه ورغــاړه شــــي چــا تــه بــه کــاتــه کـــــوي

ســتــوري تــه هــمــدا بــس دې تـــش چې تمـاشــه کوي

 

 *****

شاعر: ډاکتر کبیر ستوری Poet: Dr. Kabir Stori

-
بېرته شاته