(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.08.2023د اسیرمنګل دشعر

[05.Aug.2023 - 11:06]

د پروفېسر اسيرمنګل  د ښکلي غزل انګرېزۍ ته د ژباړې يوه هڅه

.دګران همایون مسعود صیب په مینه او مننه

Ghazal

۔

As I failed to become your destiny's star, I did not become a shining Sun

While others reached the moon's abode, its secrets to me they never spun.

ستادقسمت ستورے چې نه شؤمه وخت نمر نه کړمه

خلک سپوږمۍ ته وختل زۀ چا خبر نه کړمه

.

You excelled, trading wounds, a revered leader in the village's domain,

Yet, as I traded flowers, no path to greater heights could I attain.

ته د زخمونو په سودا شوې دټول کلي مشر

زه دګلونو کاروبار هم معتبر نه کړمه

.

Silent, some souls remain, unable to answer life's quest,

I, too, couldn't escape Time's relentless barrage of questions

نه يم خبر دا ځیني خلک لاځواب ولې شي

زه ددې وخت بلهاسوالونو لاس په سرنه کړمه

.

Your laughter brought you down, tears rising in your eyes,

You expelled me from your abode, but not from your heart's ties.

تۀ تکه شنه له خنداپريوزې په ژړا پورته شې

تا کور نه وويستم دزړۀ نه دې بهر نه کړمه

.

Amidst cold, stony hearts, I cherished flowers' love,

Yet when love embraced me back, my emotions they couldn't perceive thereof.

ما کاڼو کاڼو زړونو کښې هم په ګل مينه وکړه

زه چې مئين شؤمه زۀ خلکو سوداګر نه کړمه

.

I feel my essence fading, turning into a mere shadow's trace,

The loss of my corporeal self brings neither bewilderment nor distress to face.

زه ښه خبر يم چې جوړيږي له ماورو ورو سيورے

زه دوجود دورکېدو ويرې اوتر نه کړمه

.

Mangal, how long must I fast in this toll of separation's plight?

You failed to appear as the crescent in the sky, depriving me of Eid's delight.

منګله!څو پورې روژې به دبيلتون نيسمه

تۀ لکه مياشت ونه ختې زۀ دې اختر نه کړمه

.

 

------------------------------------

 

يو نيم  داسې  سړی وي،  تابه  ګل تا  به ګلاب  کړي

يونيم داسې سړی وي، خونددخولې به دې خراب کړي

 

رڼې  چېنې  د ښكلیو سترګې  وي, خو  چېنې نه  وي

يو څاڅكی به درنه كړي، ستا په برخه به سراب كړي

 

شته داسې داسې هم، چې څوک وويني خوله ئې بندشي

شته  داسېداسې هم، چې خلک واړه لاځواب کړي

 

بهر   نه   د  ګل  څانګه  وي دننه  سره  لمبه  وي

دا ښكلي وي سكروټې، سړی وريت  لكه كباب کړي

 

ليدلي  مې  ډېر خلک  دي، چې مالولي  منګله

كمی د هغو  هم  نشته چې ما  ردي کتاب کړي

(پروفیسر اسيرمنګل)

Aseer Mangal

 

 

-
بېرته شاته