(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.05.2023کتاب

[07.May.2023 - 12:48]

کتاب

بېلابېل شاعران 

--------------------

 

په هغه جهان به خلاص وي له عذابه

چي دلې يې سروکار وي له کتابه

 

(خوشال نیکه)

 

یو کتاب په ټول سړبن کښ چا ؤ نۀ کۀ

بې رحمانه چې ېئ ؤکۀ دا کتــــاب

 

منورین خـــو یا کتاب خوري یا کتاب وخوړۀ

پښتو پۀ هغو ده ژوندۍ چې کتاب نۀ پېژني 

سائل

 

ستا په عشق کښې چې عمري مې دی ملګری

یو کتاب او بل قلم اشنا زما

کبیر ستوری

 

دا لکها زره کتابه, مونږه دا ټکے زده کړے

که تک تور يې هم ښیشته شي چې د یار د زنې خال شي 

 

غنې خان

 

ستا د سترګو د حیرت په تماشه دی

ستا د مخ د کتاب واړه صفحی خاندی

 

تسنیم رح

 

د کامل پۀ خته بند د مخ کتاب کړه

ما خاطر پۀ خداے سپارلے زۀ به مړ يم

خاطر اپريدے 

 

په کتابونو کښې خو وې په حقیقت کښې نۀ وې

ځینې خبرې لا د خلقو په قسمت کښې نۀ وې

 

قېصر اپریدے 

 

 څوک شاعر به وي مړ شوې بيا فارانه 

په ردۍ کښې چې خرڅ شوي کتابونه

 

فاران 

 

ممتازه په ځان نۀ یمه د پارک په بنچ به شپه کړم

حیران یم چرته یوسم المارۍ د کتابونو

 

ممتاز لالا 

 

ماخود ژوند په کتاب بل اعتراض نه دے کړے

مائې تنقيد په بې ترتيبه سريزه اولېکو 

صاحب شاه صابر 

 

ما کتابونه چې بلها ولوستل

بس دومره پوهه شوم چې نهٔ پوهېږم 

 

ډاکټر خالق زيار

 

کرښې د انکار ورته د مخ په کتاب مه لیکه

ستا عابد د زړونو د لوستلو په چل پویه دې

فضل سبحان عابد

 

څۀ د ژوند پۀ راز آګاه کړم ــــــــــــــــــ د کتاب مطالعې

څۀ شعور راکښې پېدا کړو ـــــــــــــــ د سماج مشاهدې

 

ددې هر څۀ پۀ حصول کښې د حواسو نه محروم شوم

اوس چې مړ شم راسره به ـــــــــــ مري دا ټولې تجربې

                          سراج الدين سراج

 

بار به څوک راسره رسوي تر کوره 

له اختیاره مې وتلي. کتابونه 

خان زمان کاکړ ...

 

دا ستا د مخ کتاب ته چه ورګوري پکښې ورک شي

شینواري  افريدي او ملاګوري پکې ورک شي

خېبر اپرېدی

 

ما يو دوه کتابه لوستي دي جانانه 

نو خبر يمه د ځانه د جهانه 

نفرتونه مې پرېخلي دي ملګرو 

بېرته شاته