(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.05.2023خود تنقېدي

[07.May.2023 - 12:44]

" خودتنقیدی"

روښان یوسف زے

 

خوب او خیال مو انتشار دے وسوسې دي 

ژوند مو څه دے حادثه ده حادثې دي 

 

سیاست مو زوړ رباب زړې قیصې دي 

شاعری مو ویر ژړا ده مرثیې دي 

 

قومیت مو ځانته ځانته قبیلې دي 

دین مو څه دے ډلې ډلې دی فرقې دي 

 

عبادت مو نمائش دے تماشې دي 

او دانش مو لوئې نومونه مرتبې دي 

 

محبت مو د هوس ډکې شغلې دي 

او قائمې په دولت باندې رشتې دي 

 

د مقام او د عزت معیار مو دا شو

لوئې هغه دے چې د چا سره پیسې دي 

 

خدایه ستا خواته په کومه لاره درشم

دومره ډیرې فلسفې او عقیدې دي 

 

د احساس له اذیته خبر نه شول

چې غوږنه ئې کاڼه سترګې ړندې دي 

 

" تر مقصوده پورې شرط د رسیدو دے"(۱)

که هر څومره بلاګانې راپسې دي 

 

خیر دے مونږ که بې خیمو بې کوره ګرځو

خو اباد مو جماتونه مدرسې دي 

 

دا سړے به له دې کلی شړل غواړی

دې سړی سره څه نوې زاویې دي 

 

رقیبان پرې ګوره بیا هم اعتراض کړی

که شعرونه دې روښانه معجزې دي 

 

 ( ۱) دخوشحال بابا د دغه مصرعې منت بار یم.

 

انتخاب : سنګر

پښتو انتخاب شاعري

Rokhan Yousafzai

-
بېرته شاته