(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2023 نظم

[02.May.2023 - 07:32]

عبدالرحيم مجذوب / نظم

 

هغه ښکلې ښاپېرۍ پېغله پروینه

تور لیمه، کاږه باڼه، زلفې مُشکینه

د مریمې پاک ناموس د عیسيٰ ناوه

یشېدونکې د تقدیس له ډېره تاوه

ګلستان د کلیسا کښې تنکۍ غوړګه

چې د دیر و د حرم ترې سوزي سترګه

هغه نرسه چې مراد ترې پوره کېږي

په دارو یې دړدېدلے زړه روغېږي

د ځوانۍ د ماشوموالي پېوستون وه

سار سبا د ګل غوټۍ تازه چاودون وه

یو غاوره شان تندے تنکے رخسار وه

د ځوانۍ پنګه فطرت یې پهرېدار وه

یوه جلوه وه یوه شعله د بجلۍ پړق وه

چې د ډېرو زړه ورو زړه یې شق وه

هغه لاس واړۀ واړۀ او سره نوکونه

په بهار کښې د انارو یې ګلونه

هغه سترګې چې د مئیو دوه پیالې وې

اننګي چې به روانې ترې شغلې وې

خوشبویي به یې له زلفو نه خورۀ وه

چې زما په هر نفس باندې سورۀ وه

په دفتر کښې تابنده د مار مرۍ وه

د زهره د سوارۍ سپینه قمرۍ وه

تورو زلفو کښې یې رِبن براقي وه

که ولاړ حجر اسود سره حاجي وه

په صفا سپینو جامو کښې به نغښتلې

لکه حوره ګرځېدله غلې غلې

ښکته سر به په خپل وارډ کښې وه روانه

یرېده به وږو سترګو د دنیا نه

اوس به چپ اوس په خبرو به لګیا شوه

سترګو رپ کښې به د سترګو نه پناه شوه

د اسمان د معراجونو فرشته وه

د جبریل غوندې یې ټوله وسیبه وه

عجوبه بې نیازي د دې عادت وه

چې په ما یې نازل کړے قیامت وه

که په ما د حشر نشر ورځ لګیا وه

خو د دې په خداے قسم که څه پروا وه

یو لمحه به اوږدېدله لکه کال

انتظار ته د پۍ مخیو چا مجال

هۍ توبه د ښایسته وو له بېلتونه

رب دې ژغوره دې کړاو او له کړمونه

ما لیدلے دے دا مرګ دے نه ژوندون دے

په صلیب د ظالمانو شواخون دے

د هغو ورځو دي ورځې تېرې شوې

خو ما نه دي هغه ورځې هېرې شوې

اوس د شپې چې کله سترګې کړمه پټې

هغه سترګې راته راشي پټې پټې

راته وایي چې خوب مه کوه تیار شه

هسپتال ته راځه زر کوه بیمار شه

 

"څه د مجاز د نورا په رنګ، څه مختلف، څه هغه کړه وړه، څه د شاعر تشنګي"،

 مجذوب.Abdul Rahim Majzoob 

(مِس پروین)

-
بېرته شاته