(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2023نظم

[02.May.2023 - 07:29]

ملي شاعر ملنګ جان / نظم

---------------

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

بېخودي را باندې بیا کړی اثر دی

چې نظر مې شو روزګار د نور جهان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

نور د صبراوحوصلې کنډول مې مات شو

ځکه پورته مې له خولې نه دا فریاد شو

زه مې خپل پښتنو ورونو ته حیران یم

تش په تش کوي دعوه چې زه افغان یم

پښتونوالی هسې چیرته وي پښتونه!

چې په کور کې ماتوئ خپل مړوندونه

نه دالاره د پښتو نه د شریعت دی

بلکې همدغه علامه د جهالت دی

دا آواز به هیچا نه وي اوریدلی

چې پلانکی هندو پلانکي هندو وژلی

پښتانه سره تباه شوه پخپل میان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

نه دیو انګریز له لاسه بل آزار شو

نه پخپلو کې جګړه ددوی رویکار شو

موږ همیش له ډیر جګړو نه ستړي کیږو

ورور د ورور په سپکاوی باندې خوښیږو

نه یوه مینځه خرڅه شوې په پیسو ده

با وجود چې نه شریعت شته نه پښتو

زموږ خویندې لکه مینځې ټول خرڅېږي

بې ولوره خدای لپاره نه ودیږي

ولور وختو لس شل زره روپوته

خان صاحبانو خیژولی دی شپيتو ته

که څه وایم را سره د سر خطر دی

بیخودي را باندې بیا کړی اثر دی

ته پخپله منصفي وکړه پښتونه !

ګنې نشته دی په موږ کې بد کارونه

په دنیا کې نور دنیا نه وشرمیږئ

په عقبا کې خدای رسول نه وو یریږئ

موږ او تاسې چې کوم کړی دا وضعیت دی

دامنلی نه پښتو نه شریعت دی

په شریعت کې خو نه غلا شته نه جواري

دا زموږ په پښتنو کې ده جاري

سود خوراک خو نا روا دی مسلمان ته

له افسوسه مې غوسه راځي خپل ځانته

یو انګریز به بیسواده پاتې نه وي

په خپل ژوند به نامراده پاتې نه وي

موږ په سلوکی پنځه نوي ناخوان یو

د دریم کلي میرزا پسې روان یو

یو روسی به چا ناخوان لیدلی نه وي

له مکتب نه به ناکام وتلی نه وي

زموږ وړکي ډلې،ډلې ناکامیږي

ناکامې په نوم مکتب نه خارجیږي

تمام عمر زموږ تیر شو په نفرت کې

څه مو تیر کړ په نفاق او په عادت کې

یا په کونډه به نښلو یا په شفه

هرګز ونشوه ددې خبرې لټه

څوک وائی زه یمه پلانی، قوم مې جدا دی

دا فکرونه زموږ ټول واړه خطا دی

یو مودین،یو مو مذهب،یو مو مسکن دی

یو مو غم،یو مو ښادي یو مووطن دی

دښمنانو په سیاست دانه دانه کړو

ورور د وروره ئي بیزار او بیګانه کړو

ټول هلاک به شو تباه په سپين میدان کې

نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې

زه دې خپل خانواده وو ته حیران یم

ځان د قام سپین ږیری بولي وائی خان یم

هسې چارې به ددوی نه واقع کیږي

چې د قام په تباهې باندې ختمیږي

که ته خان ئی د ګرد قام بار ورداري کړه

د عاجز او درمانده وو دستګیري کړه

بېرته شاته