(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.05.2023 ګډې وډې

[02.May.2023 - 07:17]

 

ګډې وډې

 

راشــه راشــه، سـاقى راشـه،  درې  درې  ملا درې

پـه ما بانـدې بدې  لګى، سـتا پخـې پـخـې خبرې

 

غـټه پـګه دې  شه خاورې، عجېبـه  ته ځناور ئې

تـه د مينې بې خبره، ته د حسن  نه منکر ئې

 

دامحفـل  دی د رندانـو،  اخوا اخوا  لــرې لــرې

د شرابـو دڅکو نه دي، ستا  ترخې شونډې بـبرې

 

ورشه دغـلته خیرات دی، تاله  ئې ټول اېښی لرې

د ګنجي پـه  شان خورې که،پـه مرداره دې وزرې

 

ساقي سترګوکې مسکۍ شوه بيادخيال کېښوې وزرې

په تول مسته مسته راغله سرې پاپۍ ئې د کوترې

 

ستا اووه  واړه  جـنـتــه  د دې  يـو د نـاز بـڅـرې

ستا څـلويـښت زره کتابه  د دې دوه د نـاز خـبـرې

 

ستا وعدې اوږدې دحورو، دلته سرې شونډې شکرې

تـالـه قرض ژوندون درکړم، دا راکئ پرې مرغلرې

 

ماشوم نه ېم چې جنت پريږدم ستا د سور دوزخ د يرې

جانانه میخـانـه درکړم، واخلـم  ستا  کندې کپرې

 

مـلا ! تا څکلي ندى،  نرۍ سرې شـونـډې کافرې

ستاپه غېږ کښې ناستې ندي د کالو ډکې کوترې

 

د جومات په چارچوبۍ کښې، يادوې پردۍ تورسرې

ډک  ګلزار  کښې  ته ولاړ  پـه  ډيران لکه د خر ئې

 

وږې ستـرګې، وږى خېـټـه  بدقسمته بد نصېبـه

خېشت او مینې ته شمکوره او په زړه په روح غريبه

 

راشه راشـه لېونى له، جام اوچت  کړه مـسلمان شه

د رندانو په  مذهـب  شـه جنـتـي په دې جهـان شه

کتاب: لټونګډې وډې

مخ  804

غنى خان Ghani Khan / Gadiwadi

-
بېرته شاته