(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.04.2023ګېله له چا ده

[26.Apr.2023 - 07:28]

 

 

ګيله له چا ده

ويـشـل شـوي پـه لـراوبـر پښتانـه

پـه لـيـکـو لـيـکوپــه ټـبـر پښتانـه

  ابله يې د هـوښيـارو مشري کـړي

دي بـرمته د کوم رهـبـر پـښـتـانه

دعظمـتونـو يې تاريخ جـوړ کـړی

 يوبل وهـي نن پــه خـنـچـر پـښتانه

لــه مکـنـاټـن نکِـر پـوښتـنـه وکـړه

وې د دوښمن څيري ځيګر پښتانه

په وياړ دسربـازي مـيـدان تـه ځـغلي

خـو بيا ګـډېــږي بـې ګــودر پښتانه

 پــه ويــنـو يــې ګـټـلـی افـتـخـار دی

خـرڅـوي يې پــه يـو ډالـــرپښتانه

دخـپلو ويـنـو ويـنـو په سيـلاب کي

لامـبـي مـيـونـد او د خـيبـر پښتانـه

دکـوم ابـليس جــادو اثــر کـړی دی

لـه عـلــم پـوهـي بې خــبــر پښتانــه

له سپين سهار نه توره شپه کي خوښ دي

تــر وحــشت لانـدي درپـه در پښتانه

لـــه آسـمـانـــو ځـانـونـه پــورتـه بولـي

پـراتـه دي لانــدي تـــرســقـرپـښتانه  

وايـي آسـمـان زموږ په زور ولاړ دی

ورانـوي يـو د بـل سنګـر پــښتــانــه 

ورور د ورور،زوي دپلار قوم دقوم

ما تــوي يــو د بــل کـمــر پـښتـانـه

کـورد کـور،کلی دکلي شـودوښمن 

ځکه نـن وژنـي خپـل  پـسـرپـښتانه

 پيـړۍ پـيـړۍ دلـتـه بــلاوي پــرتـې 

 خوري دزرمـت اودشـلـګـرپښتانـه

څــوپيسې يا روپـۍ ډالــرچې ويـني

په پـښــو،نـه! ورځي په سـرپښتانه 

چې يې ډېوه پـه کورکې بـله نه شوه

درانـه پـراتـه دي لکه غــر پښتـانه

  ښـځـه پـه اسـلام کـې مـعــتـبـره ده  

تــل بــدلـوي يې لکـه خـــر پښتانه 

 ورته به کـنـده د دوزخ جـوړېـږي

کـه نـه شي ټـول په يـو ټغر پښتانه

لښکر يې په ګرداب کې دی لوېدلی

خود به غرق کېزي بې رهبر پښتانه   

بلـرنګه سترګي بـه ړندې جوړېږي

کــه وويـنـي دســبــا لـمـر پـښتـانـه

۲۰۰۹/۱۱/۲۶

سويدن- مالمو

 

عبدالسلام  نارام اندړ

Abdul Salam Ander Naram

-
بېرته شاته