(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.04.2023بې شعوره پښتانه

[26.Apr.2023 - 07:26]

بې شعوره  بې  پښتو  دي  هم  بې زړه  دي

رازه  !   چا   وئیل  چې   دلته   پښتانه  دي

عجیبه    ده    سر   بلنده    نن    هغه    دي

چې سرونه ئي د وخت پښو کښې پراته دي

ستا   د   هجر   تاؤ   وهلي   لا   تاؤ دۀ  دي

چې    ساړۀ   ساړۀ   اهونه   ساړۀ   نه   دي

ستا  د  سرو شونډو خوږ  لت هم  زهر  لګي

دا‌  حالات  خو  تر  دې  حده  تن  تراخه  دي

تغافل  دې  له  خپل  ځان نه  هم  غافل کړم

رانه    هسې    دا    غافل   خلق    ماړۀ   دي

په  ګفتار  او  په  کردار  چې  څومره  بد دي

د  دې   دور   سیاست  کښې   هغه   ښه  دي

رازهڅومره  زورور  دي  په  قسمت  کښې

چې  وطن کښې  په  خپل  کلي  په  کالۀ دي

 

سليم راز

Salim Raz

-
بېرته شاته