(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.04.2023د پلارنیکه

[26.Apr.2023 - 07:23]

 

خــپـــلـــې پـــوهـــې بــــــرابـــر ســــــوچ دانــسـان وي

د لــــوړ ســوچ دخـــــاونــــــدانــــو لــــوړ ارمــــان وي

 

نـــاپـــوهـــۍ نـــه غـــــټ دښـــمــن د انــســان نــشـــتـه

نـــاپــــوهـــانـــو تـــه جـــهـان پـــېـژنــــدل ګــــران وي

 

تــــل د ځـــان پــــه هــــنــداره کـښې جــهـــان ګــــوري

د خــپــل ســوچ پــــه انــدازه ئــې تـــنـــګ جــهــان وي

 

ځـــان جـــهــان پــه ائــیــنـه کښـې پـــوهـــان ویـــــنـــي

رســـولـــــي ځــــان تــــر ســـــــتــورو د اســـمــان وي

____________ 

 

د پلار نـیکـه وار تـېـر شـو، وار زمونږه د پـښـتو دی

ورکـېـږو کــه یـــو نه شــو، ضــرورت د یـو کــېـدو دی

 

د وخـت ســره بـــه ځـو یا بـه وخـت ځـانـه ســره بـیـایـو

دوخـت سـره کـه ځـونـو زیـاتـې وخــت د خـوځـېـدو دی

 

کـه وخـت ځان سـره بـیـایـو نـو د نـنـګ تـوره راواخـلئ

چې وخت ځان سره بـیـائې دا خـو کـار د نـنـګـیـالــو دی

 

مـیـراث د نـنـګ غـیـرت چـې د نـیـکـونـــو دی راپــاتـې

دا وخـت ځـان سره بیایو وخـت د وخـت د بـــدلـېـدو دی

 

چې  ســتوری د ســبـا د خـپلـواک ژونــد دی راخــتـلــی

د خـپـل مـلک جوړېـدو تـه وخـت راغــلې د جرګــو دی

 ___________

 

څومره مزه چې ساقـی ستا په شونډو سرو کې شته دی

دومـره  مــزه   کـلـه د مـیـو پــه پــیـالــو کـی شــتــه دی

 

ښکلا پـرســت یــم ســاقــی تــش دا ســتا لـیـدوته درځم

د ښـکلا زور دی د مـسکا مـسـتو شیـبـو کــې شـتـه دی

 

مــا تــه د شونــډو شـربــت راکــه پــیــمـانـې نه غــواړم

عـشـق کې ثــواب د مـیــنـی تــنــدی مـاتوو کې شته دی

 

مــــــیـخــــانـه وتـــړه راځـه د ګــودر غــاړې تـــه ځــو

نــشه د مـیـو خـو کــونــړ د سـیــنـد اوبـو کـې شــتـه دی

 

هــلـته حـجــری د پښتنو پــه ټـــنـګ ټــکــور تــودی دی

دقــام د مــیـنـی جــــوش د ســـتــوری ترانو کې شته دی

___________

 

ېوه  ورځې چا ویلې

چې اسمان ته مې کتلې

یوه غټه ورېځه راغله

دوه  وړې یې  ښکلولې

وړې شوې غټې کې غیبې 

بیا مې سترګو نه لیدلې

ښکارې دا وې کوچنۍ ورېځې 

چې د مور غیږې ته تللې

د یو کور , د یو ټبر وې

د یوبل نه, ځاریدلې

چې همجنس وي جمع کېږي

عقل  کله  بېلولې 

په ویشلي پښتون قام یې

ستوري اوښکې  تویولې

(کبیر ستوری)

#PashtoonSocialDemocraticParty #PSDP

 

 

 

-
بېرته شاته