(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.04.2023غزلې

[26.Apr.2023 - 07:20]

دا د فـلـسـفـیــانــو  فـــلـســفـــو  کـښـې شـــــتـــه

تـــمــه  د  ســـبــا  تــورو   تـــیـــارو  کـښـې  شــتـــه

 

ژونــد  چـې  شــي  ژونــدی, غــم ئــې مــلــګــری شي

مـړي  نــه کـړي  غـم ، غـم  پـه  ژونـدو  کـښې  شـتـــه

 

شـــــرنــګ  د  زلـونـو   ئــې  ســــرودونــــه   شـــــي

خــیــال دازادۍ  چـې ئــې مـــغــزو کـښـې شـــــتـــه

 

رســـي   بـــه  مـــــنــزل  تــه  خــامــخــا  د  ژونــــد

ځـــواک د حــرکــت چــې ئــې پـښـو کـښـې شــتـــه

 

راشـــه  چـې, د  ژونـــد پــه راز دې  پــــوه کـــــمـــه

راز د نــوي ژونــد ســتــوري شــعـرو کــې شـــــتـــه

 (کبیر ستوری)

______________

 

 تورتم او رڼا

 

د  تــــضــــادو   جوړه  شوې  دا  دونيا

د رڼــا  وجود  تــــورتــــم نه دى  پيدا

 

تــيـارې  نښه د رڼـــا د  موجوديت  ده

که  تــورتــم  نه واىنو به  واى رڼـــا

 

که غم نه واى, خوشـالي به چيرى نه واى

خوشـالي شته, ځکه غــم  شته دى  اشنا

 

غــم پسې  د خوشــالۍ  راتگ جبري  دى

داسى شـپــه نشته, چې نه ئې شته  سـبـا

 

دا تــيـارې د ژوند  ورکېږې سـبـــــا کېږې

د ســـــبــــــا ستــــورى راخيژي خامخا

___________________

 

 

پـاڅـیـږه پـښـتـونـه نــن د قـام او قـامـولـــی وخــــت دي

پـــریــږده تـربــګــنـۍ د اتفاق او ورورولولۍ وخت دي

 

وګــوره قــامــــونــو د دنــیــا تــه چـــــۍ ازاد شـــولـــو

واک ئې خپل راخـپل کړلو په خپل وطن کې ښاد شولو

 

خـپـل جـنـت وطـن کـې پـښـتـانـه خـوار او بـربــاد شولو

واک اخـتـیـار ئـې نـه شـتـه وږی تــږيـی بې سواد شولو

 

دا حـال بـدلـول غـواړي نـړۍ کـې د سـیـالـۍ وخـت دي

پـریـږده تـربــګــنـۍ د اتـفـاق او ورورولـولـۍ وخت دي

 

دا پـښـتـنه خـاوره پــښـتـنو مـونـږنـه پـــښـتـو غــــواړي

نـنـګ غــواړي غــیــرت غواړي میړانه د نیکو غواړي

 

بیا د خـیـبـر سـر کـې جــګــول ســر د شـــمـلـو غواړي

نور د خوشحال خان توره تـیـره په شـرنـګـیـدو غـواړي

 

جـوړه پـښـتـونـخوا کـړۍ د قومی اولـسـولی وخـت دی

پریږده تـربـګــنـۍ د اتــفـاق او ورورولـولـۍ وخـت دي

 

اوس چې مونږ پانه څوستوری وائی چې ورکیږو مـونږ

بیا که چـیـري پـاڅـو نـو مـنـزل تـه نـه رسـیــږو مـونــږ

 

نه کړي انتظا د وخـت کاروان ترې پـاتې کـیـږو مـونـږ

پـاڅـیـږه پـاڅـیـږه دې کـاروان سـره مـل کــیـږو مـونـږ

 

نور خیالونـه پـوچ دی د پـښـتو پښـتونـولـۍ وخـت دي

پریږده تـربـګــنـۍ د اتــفـاق او ورورولـولـۍ وخـت دي

 

____________

 

ذکــــات د مـــیــنـې یــــارتــــه ورکـولــو کـې ثـواب دی ارمــان د مـــیـــن زړه پـــــوره کــولــو کـــې ثـواب دی

 

پــرهـیـز لـه ســـرکو شـونـډو محـــبـــت کـې نـاروا دی

ســری شــونــډی مـچــوه په مــچـــولـو کــې ثـواب دی

 

چې غــل د مـحـبـت شــي د ښــکلا پــه نــنــدارتون کې

روا ورتــه دا غـلا ده   غــلا کــولـو کـــــې ثــواب دی

 

وطــن بــانـــــدی مــیـن یــــم پـښتونخوا مې معشوقه ده

په عـشـق کې د وطـن ســـر ځـارولـــو کـې ثـــــواب دی

 

دا ســـتوري د اسـمـان ئــې له ښـایـسـتـه رڼــــا اخـــلـــي

قـــــبــلــه ده د مــیـنـــو پــــه لـــیــدلـــو کې ثــــواب دی

_________

 

 

مـیـخـانـه وتـړه راځـه د ګـودر غـاړي تـه ځـو

نـشه د میو خو کونړ د سیند اوبو کې شته دی

 

 

 

د چا دې سـترګـې د چـا شـونـډي د چـا خال خـوښـېـږي

د چا دي خـوئ او خاصیـتـونـه زړه پـتـوال خــوښـېـږي

 

د چـا نــظـر دې د اوربـــل د خوانـه، نـــه خــوځـېــږي

د چا دی زلـفـو کـې ځــنــګـا د زلـفــو ټـال خـوښــېـــږي

 

څوک دی درنګ څوک دی دخوئ په صفتونو بوخت دي

څوک وایي دواړه مې انـډول بـرابـر سـیـال خـوښــېـږي

 

د خوئ او رنګ ښایست چې دواړه دي جوړه شي روان

دا خو د سـتـوري پـه هـر ځای کې هر مهال خـوښـېـږي

 

 

 

 

بېرته شاته