(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.04.2023 دغازي میرزمان خان

[19.Apr.2023 - 15:24]

د غازی میرزمان خان قبر ته نیغه ودریدمه

 

د پاریس هره  لمحه د ژوند سرور دی

دا د پیغلو او زلمیو یو انځور دی

د تاریخ د شوالیه وَ دنګ  غرور دی

دا پاریس دی د کمون او پاڅون کور دی

د ایفل برج یی د زړه د پاسه سپور دی

هم باستیل هم لویی ۱۶ هم دیکتاتور دی

دا د ماتو او بریو لوړ او ځوړ دی

ناپلیون دی د  یورب امپراطور دی

زه سیمرغه نن تری والوتم آسمان ته

د سپوږمی په څیر ځلیږم ټول جهان ته

له سیندونو ډنګو غرنو ، هیوادنو

ها خوا لاړمه خپل ګران افغانستان ته 

قراقرم نه شوم ورتیره هندوکش ته

ځان می ورساوَ شمشاد زما سرکش ته

او له هغه ځایه  می خپل کونړ څارلو

ما څپی څپی شمیرلی بهیدلو

سپینی بتی یی په غاړه ګرځیدلی

ما لیدلی چی هیلی وی لمبیدلی

ما پرواز ته دوام ورکړ تر اټکه

او بیرته راغلم تر خپل کلی لمټکه

په دوره دوره را کوزه له فضا شوم

ښاپیری شوم درخانی شوم په ژړا شوم

د غازی بابا قبر ته نیغه ودریدمه

لکه ګل یی په زیارت وغوړیدمه

بیامی سره غاټول کلونه پری قطار کړل

او دا څو ټکی می د زړه ورته نثار کړه

چی بابا زه ستا د لاری لاروی یم

ستا بچی ستا لمسی یم درخانی یم

یو سندره ، یو ټپه  یم ملالی یم

د منظور لشکر ته تللی میوندی یم

کابلی یم ، پیښوری یم ، کونړی یم

ستا بچی ، ستا لمسی یم درخانی یم

شاعر: .......

De Lowi Khan  Ghazi Mirzaman Khan Qaber

-
بېرته شاته