(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2023کچکول

[18.Mar.2023 - 14:50]

خپل کچکول به ګرځومه، خپل رباب به ټنګومه

باباګان به لړزومه، شاه زلمي به پارومه

د قام خير به ټولومه

د وطن پت به ساتمه

 

دا بنګلې چې را غورځېږي، د دوي سيوری به پرېږدمه

دا جونګړې بيدارېږي، د دوي خوا کې به کينمه

دا د مینې غېرتیان به، د هر څه نه خبرومه

دا خبرو ویده کړي، به میدان کې ودرومه

دا چې وینه یې خرڅېږي، دا ولس بيدارومه

باباګان را لړزومه

شاه زلمي را پارومه

خپل کچکول به ګرځومه

خپل رباب به ټنګومه

 

یو سرې وینې رسولي، د لیلا در ته کاسه کې

بل د پیو مجنون ګرځي، دام په لاس ورته کوڅه کې

دغه لوبه ختمومه، مینه وینه پاکومه

په ګدا او په وفا کې، اوس دروغ رښتیا کومه

که خبره د مورچې وه، سر تلي کې ګرځومه

که مېله شي په ګودر کې، شین خالۍ به لټومه

پښتو څه ده، پښتون څوک دی؟ دا خبره رڼومه

ټيکدار ميکدار نشته، دا خبره سپینومه

درغلۍ لرې کومه، ورورولۍ یې جوړومه

خپل رباب به ټنګومه

خپل کچکول به ګرځومه

 

د غازي کور چې تالا وي، ماڼۍ چاته جوړومه

د شهید کونډه چې ژاړي، ساز به چاته غږومه

دا خوبونه بدلومه، دستورونه بدلومه

دا ذهنونه بدلومه، دا چالونه بدلومه

د جهان ژوند به کومه، د انسان ژوند به کومه

بار به وړمه کار به کړمه، ولې ځان به پوهومه

نه څاروي د قربانۍ یم، نه غلام د چا د کور یم

زه پښتون یم د جرګې یم، د خوږې پښتو یو ورور یم

خپل رباب به ټنګومه

خپل کچکول به ګرځومه

 

چې تپوس کولی نه شم، چې سلا کولی نه شم

چې سلا کولی نه شم، چې رضا  کولی نه شم

چې رښتیا کولی نه شم، چې وفا کولی نه شم

چې د ستا کولی نه شم، چې زما کولی نه شم

چې خپل کند به مې په څټ وي، خپل پنډوکی به په سر وي

که په سمه وي که غر وي، یا که سيوری وي که لمر وي

خپل تکل، خپل به سفر وي، خپل به ننګ، خپل به سفر وي

خپل کچکول به ګرځومه

خپل رباب به ټنګومه

باباګان به لړزومه

شاه زلمي به پارومه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ماته د جنت کيسې

ځان ته د دونيا حساب

 

دادی عجيبه انصاف 

دا دی عجيبه کتاب

 

زه په مستي سور کافر

ته په هوس سپين ملا

 

ماته په فتوې عذاب

تاته په دوکه ثواب

 

اﺉ د عدالت ربه

دا لوبه خو ورانه که

 

مونږه انسانانو ته

نوي لار ودانه که

 

نور که څه کوې که نه

خلاص مو د ملا نه که

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لويو لويو قدرتونو ربه

يو تمنا ده اورېدای شې که نه؟

ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی

د چا د زړه لوګی ليدای شې که نه؟

ستا د سېليو طوفانونو په مخ

يو اسوېلی دی درلېږل يې غواړم

ستا د څپو څپو سيندونو په نوم

لېمه راډک شول څڅول يې غواړم

هسې نه چُڼ د خولې وېستل کُفر شي

هسې نه تاته مې ژړېدل کُفر شي

 

ستا د جنت د نعمتونو نه ځار

زه درته وږی په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دغه لړمان ژاړم

دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوؤ

هلته شو ستا د دوزخونو خشاک

دلته د دغو قصابانو خوراک

هلته د هغو ښامارانو خوراک

نه مو ځان تور کړو او نه سپين پاتې شو

نه د دُونيا شو نه د دين پاتې شو

 

ستا د سنګينو فېصلو نه قُربان

ولې حېران يم کوم قانون ومنم؟

ته خو دې خپل قارون په ځمکې منډې

زه دې په سر باندې قارون ومنم؟

ستا په رضا زما رضا ده ربه

کاڼی هم نس پورې تړلی شمه

خو چې ښامار په خزانو ووينم

آخر انسان يم څنګه غلی شمه؟

را ډک شو زړه ايسارولی نشم

خُوله ماته ښه ده خو ګنډلی نشم

 

ستا د جنت په تمه تمه چې مري

د هغه وږؤ په سلګو مې قسم

په دې دوزخ کې يې نور نشم ليدای

ستا د رضوان په منارو مې قسم

يا خو د ځمکې په دې ارته سينه

ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه

يا د نهار دوزخي مرګ نه مخکې

د يوې چيغې اجازت راکړه

چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم

يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم

(ارواښاد اجمل خټک)

-
بېرته شاته