(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.03.2023نظم

[18.Mar.2023 - 14:49]

 نظم

محترم عبدالرحيم مجذوب صاحب ته ډالۍ

 

نُورالاسلام سنګر 

 

مئين په پښتنو دے  ــــــــــــــــــ خو باغي له روايت دے

لهجه ئې نوې نوې  ـــــــــــــ شاعرۍ کښې ئې جدت دے

 

وي خوښ ئې زيړ ګُلونه، ـــــــــــــــــــ د سپرلو علامتونه

ښائست راورېدلے  ـــــــــــ د مجذوب په شخصيیت دے

 

نغاړلې ئې ښُکلا ده،  ــــــــــ   په لېمو کښې ئې مُسکا ده

احساس ئې لړزېدلې ـــــــــــــــــ  د جزبو په حرارت دے

 

فکرونه ئې سپېڅلي،  ــــــــــــــــــــــ  د رڼا په تار پېئلي

راوړې ئې پښتو ته ـــــــــ    د خپل نوي خيال نُدرت دے

 

مئين په ښُکلاګانو، او  ــــــــــــــــ  دړدمند په مظلومانو

راخور په فکروفن ئې ـــــــــــــ    د رومان رومانیت دے

 

د نوي وخت خوشحال دے هم جلال دے هم جمال دے

مئين په پښتنو دے ـــــــــــ  او مئين په ننګ او پت دے

 

سالار د شازلمو دے،  ــــــــــــــ روڼ مشال د پلوشو دے

په وينه کښې ئې مينه ــــ او په مينه کښې خوږلت دے

 

خبر له زمانو دے،  ــــــــــــــــ پوه د ژوند په فلسفو دے

مئين په ادمييت دے   خو پښتون په خوئ خصلت دے

 

د ژوند تورو تيَرو کښې    ، او د شپې په خاموشو کښې

سندره د سبا ده،  ـــــــــــــــــــــــ ساز اواز د محبت دے

 

فطرت ئې سيمابي دے  ــــــــــــــــ او په فکر آفاقي دے

لټون ئې تلوسې دي ـــــــــ په جزبو کښې ئې شِدت دے

 

کامل او قلندر ئې ـــــــــــــــــــــ همنشين وو بختَور دے

شاعر دے بې بدله  ـــــــــــــــــــــــ په قلم ئې برَکت دے

 

غني د مينې يار، ــــــــــــــ  اجمل ئې مل د سياست دے

حمزه سره په مينه د پښتو ئې  ــــــــــــــــــ  رقابت دے

 

د نظم تصوَر کښې،  ـــــ  د خپل خيال په هرمنظر کښې

پېئلے تجسس دے  ـــــــــــــ  انځور کړې ئې فطرت دے

 

سعدي او شېرازي  ـــــــــــــــ   که نامه وړي د فارس دي 

پښتو کښې دخټک نه پس هم دغه ېؤ  ــــــ   مروت دے

 

د مير په رنګ دردمند دے،     د غالب په شانې  رِند دے

د کيټس غونده مجذوب هم ټول   د مينې  علامت  دے

 

ټېګور ورته مُسکے دے ــــــــ   او اقبال ورته حېران دے

مجذوب  ــــــــ تللے په مخکښېلا په لارد معرفت دے

 

د شېلے اوشېکسپيئر  ـــــــــــ   د شريکې مينې شور دے

مجذوب د پښتو ژبې ـــــــ   هم سِنګار دےهم زينت دے

 

که هومر د يونان دے ــــــــــــ   او که ګوئټے د المان دے

مجذوب په پښتو ژبه کښې ــــــ   جديد کلاسيکيت دے

 

شعوُر ئې د عمل د لارې مل ــــــــــــــ    په هر منزل دے

د ظُلم زور خلاف ئې کړے ـــــــــــــــ   تل مزاحمت دے

 

درياب وژلې نه شي ــــــــــــــ    د مجذوب د طلب تنده 

په زړه کښې ئې د عشق د سرو لمبو    غوندې حِدت دے

 

په مينه د علي او د حُسېن ـــــــــ    ترېنه ځان ورک دے

قائل ئې ــــــــــــ د عظمت،   د سخاوت او شُجاعت دے

 

د  شنې روضې څښتن ته چې ورکړې خدائے عظمت دے

مجذوب  ستائيلے ښکلے   ــــــــ تل د زړه په عقيدت دے

 

ستائينه د لوئے   ذات ده  ــــــــ چې خالق د کائينات دے

سنګره  ! ــــــــــ چې مجذوب له ئې ورکړې هم عزت دے

 

غوړ چان  ــــ ارمغان ِسنګر

-
بېرته شاته