(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.11.2022ناکارامورا ته

[22.Nov.2022 - 17:43]

نا کامورا ته!

 

تا چې بـمونه جوړولای ته چا نه وژلې

تا چې وطن پرې نړولای ته چا نه وژلې

 

تا جوړول بې سرپناووته د دوی کورونه

تا چې قبرونـه کينودلای تـه چا نه وژلې

 

زموږدمرګ روایتونه له بهره راځي

تا چې فتواوي ورکولای ته چا نه وژلي

 

زموږدوطن لوڅو بچوته د کالي جوړول

تا چې کفن ورته کنډلای ته چا نه وژلې

 

تا تږي وږي مــړول پــه خیریه کارونو

تا چې د لــوږې قتلولای ته چا نه وژلې

 

تا یې دردونوله پټې شفاخانې روغې کړې

تا چې د شپې بمبارکولای ته چا نه وژلې

 

تا زموږه تــږو تـه څاګانې د اوبو ایستلې

تا چې پکې زهر اچولای ته چا نه وژلې

 

تا موږ ته مینه د وطن وطن پالل راښودل

تا چې خیانت رواجـولای تــه چا نه وژلې

 

تا آبــادي د دې وطــن تــرویـجولـه دلته

تا چې تابوت راجوړولای ته چا نه وژلې

 

تا د ټـانکو پـه ځـای ماشین د آبادۍ چلوو

تا چې دي سي فیرکولای ته چا نه وژلې

 

تا جوړول کانال ویالې او وران بندونه زموږ

تا چې بوشکې پکې خښولای ته چا نه وژلې

 

تا د افغان د سرلوړۍ سرفرازي کار کړلو

تا چې ســرونه غـوڅولای ته چا نه وژلې

 

تا مسجدونــــه جـوړول د انسانیت لــپــاره

تا چې په ډرون ورنړولای ته چا نه وژلې

 

تا په بې خیر ملک کې کار ګوره دخیر کړلو

تا چې بې خیره کړنې کړلای ته چا نه وژلې

 

تا چې هرڅه کول په خیر د وطن زموږ وو

تا چې چــاپــې پــکې وهلای ته چا نه وژلې

 

شعر د احسان الله بُمبایوال

-
بېرته شاته