(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.10.2022دبیدارۍ

[17.Oct.2022 - 18:27]

سید عبید الله نادر

د بیدارۍ وږمې              

د زړه په ســترګوړندیدو نه ،نه لــیدل ښه دي

له بی کیفــــیته خـــندا نه،ژړیــدل ښــــــه دي

چې اشــــارو د زمــانې نه، عــبرت نه آوري

بیا له دا هســــی اوریـــدو نه، کڼیدل ښــه دي

چې په درست عمر،د چا په درد کې دوا نشي

داسي حیـــات او اوسـیدو نه ،ورکیدل ښه دي

چې متانت خپل، په مقام او چوکی نه سـاتي

داسي مقام نه خــــو له سره ، پرزیدل ښه دي

د ضدیت په خره سپاره به،تر څـــو مونږه یو

مصلـــحتونو ته هم غاړه، ایښــــودل ښــه دي

د پرَدو له غلامۍ ، او بد شـــهرته څـــــــــخه

په خپل جونګړه کې عمرونه، کړیدل ښه دي

هغه بنیاد د ماڼۍ ، چې له شروع نه وي کوږ

د بی بنــــــیاده آبادۍ خو، نړیدل ښـــــه دي

هلته چې وي ، معـــــــنویاتو او د فــضل مقام

د معرفت وږمې له ځـــانه خــــورول ښه دي

لویي ګــــذار کړو ، ذلت او نا پوهۍ کندې ته

له خپل غرور او تکبر نه ، کــوزیدل ښه دي

محبت او د اظهار تندی ، مخــــــلوق له پاره

لکه غوټۍ په څیر هر چاته، غوړول ښه دي

چې یې وږمې د بیدارۍ،هر چمن کې نه وي

داسي ګــــلونو غــــوړیدو نه، رژیدل ښه دي

چې په کلام کې د شاعر، د ویښتیا څه نه وي

داسي وینا او له لیـــکلو، نه لیــــــکل ښه دي

 

-
بېرته شاته