(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.09.2022زه به نه لېونی

[23.Sep.2022 - 16:38]

زه به لیونی کېږم

 

هر اتل پسې روانه ناروا پروپاګنډه ده

ګوره ماپسې رورانه نن سبا پروپاګنډه ده

بعضې وایي دا کافر دی

بعضې وایي مسلمان دی

بعضې وایي دا ملحد دی

بعضې وتیي خوږ انسان دی

د زړه سر دی او جانان دی

 

بعضې وایي دا یې کړي

بعضې وایي دا یې وکړه

بعضې وایي دا دروغ دی

بعضې وایي دا رښتیا دي

بس خو ټول خلک لګېا دي

بیا به نور خلک پیداشي

بېا به نور تورونه راوړي

بېا به تور خلک پیداشي

بېا به تور تورونه راوړي

بېا به سپور خلک پیداشي

بېا به سپور تورونه راوړي

ما به داسې رنګ کښې پېش کړي

چې بېخي به زما نه وي

بې ګناه به ګناهګار ېم

ما به کړې ګناه نه وي

ته هم ددې سره لګېا یې 

 

( بخت زاد  دانش)

-
بېرته شاته