(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.09.2022باچاخاني

[12.Sep.2022 - 16:59]

پښتنو داسې خوار وزار ولې یې؟

په سمه لاره شئ بې لار ولې یې؟

 

سوچ خومو شته ستاسو دسوچ ترجماني پکار ده

باچاخاني پکار ده


خپله پښتو لکه د مور وساتئ 

خپله حیا لکه د خور وساتئ

د ښو اخلاقو نمونې شئ وروڼو

ځان له په هر کلي کې ورور وساتئ

 

د نفرتونو نه څه نه جوړیږي

ددې جنگونو نه څه نه جوړیږي

انسانيت او سړيتوب ایزده کړئ

ددې ظلمونو نه څه نه جوړیږي

 

 تاسو د یو بله ویزار ولې یې؟

پاتې د مينې د اظهار ولې یې؟

پښتنه مينه پاکه مينه افغاني پکار ده

باچاخاني پکار ده-

 

پښتنو داسې خوار وزار ولې یې؟

په سمه لاره شئ بې لار ولې یې؟

 

سوچ خومو شته ستاسو دسوچ ترجماني پکار ده

باچاخاني پکار ده

 

خپله پښتو لکه د مور وساتئ 

خپله حیا لکه د خور وساتئ

د ښو اخلاقو نمونې شئ وروڼو

ځان له په هر کلي کې ورور وساتئ

 

د نفرتونو نه څه نه جوړیږي

ددې جنگونو نه څه نه جوړیږي

انسانيت او سړيتوب ایزده کړئ

ددې ظلمونو نه څه نه جوړیږي

 

 تاسو د یو بله ویزار ولې یې؟

پاتې د مينې د اظهار ولې یې؟

پښتنه مينه پاکه مينه افغاني پکار ده

باچاخاني پکار ده-

(کرن خان) 

-
بېرته شاته