(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2022 داستا در به په

[10.Sep.2022 - 16:19]

خيال مې نه شي که د ښې ورځې خاوند شم 

چې ترڅو پورې ملا شته او منبر شته

****

 په ما به هم سترګې راپټې کړي څوک

په ما به هم يو تن جنت ته لاړ شي

 

****

چې يې د سکول پر ځای ملا له لېږو

اخــــــلو د خپلو ماشومـــــــــانو ازار

 

يو کار که ډېر هم مقــــدس وي زياره

چې په خپل وخت نه وي نو نه دی پکار

****

که يو جنت ته هم ځو خو رښتيا خبره دا ده

زما لاره جدا ده او د ملا لاره جدا ده

 

چې خال یې د تندي نه شي نکريزې د لاسونو

دا ستا وينه ائ زړه نوره د کوم مرض دوا ده؟

 

له زوره که د زړه د ماتېدو چېرته خبر شوې

د سر په ماتېدو به شکر وباسې فرهاده

 

زاهده په جنت کې به پرانیستې تڼۍ ګرځم

تړلي مې ټول عمر د خوارانو سره ملا ده

(ډاکټر خالق زيار)

 

_______________________

 

دا ستا درد به په هزار درمان ورنکړم 

دانسته به دغه سود په زیان ورنکړم

که څوک راکاندي دنیا او عقبا دواړه 

عاشقي به دې په این او آن ورنکړم

معشوقې د عاشقانو دین ایمان دي 

زه به چا لره خپل دین، ایمان ورنکړم

که یو ځلې مې ستا زلفی په لاس کښیوزي 

یو ویښته به دې په درست جهان ورنکړم

که مې لاس چیرې دا ستا په بوسه بر شي

دا نعمت به د جنت په خوان ورنکړم

څو ونه وینم دا ستا سترګې که خدای کړه 

عزرائیل له به تر هغې ځان ورنکړم

په رحمان دا ستا د لبو می حرام دي

څو د خپلو وینو جام تاوان ورنکړم

https://www.youtube.com/watch?v=1_g2A5sc8CQ&feature=youtu.be

 

___________________

 

بیا دې صحیح نکړم په هغو سترګو 

یو ځلې هماغسې په مړو سترګو 

خیردی که زما سترګې دې بدې شي 

ته خو را ته ګوره په دا ښو سترګو 

زه دې کړم آشنا دشو ګیرو سره 

وړي مې خوبونه ستا اودو سترګو

تاته که زړې دي ماته نوې دي 

کله خو راګوره په زړو سترګو

زه يم چې د زړه په سترګو تا وينم

چا رڼا ليدلې په ړندو سترګو

څومره ترېنه وږي دي حيران يمه

سترګې د خاطر ستا د مړو سترګو

(خاطر اپریدی)

https://www.youtube.com/watch?v=cpRP_BWgef0

 

 

____________

ښاغلي عظم الدین علیمي صیب یوخوندور شعرچې ارواښاد ملنګ جان ته یې ډالۍ کړی دی

د ملنګ جان د مړینې د ۵۹ تلین په مناسبت

عظم الدین علیمي

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورتـه واړه لامـلـونـه د ذلـــت

********************************

ملنګ خو ملنګ نه و کړه یې پر زړونو پاچهي

افغان تـــه يـې غوښتله هـوسـايـي او سرلـوړي

پـه کـچـه د نــړۍ پـوهـه عـلـمـي او تخـنـیـکـي

ښـــه ســمـه بـرابـره لـه جـهـان سـره سـیـالـي

خـبـر و ملنګ جـان چې وطن ډک و له ثـروت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامــلـــونـــه د ذلت

***********************************

مـلـنـګ خـو مـلـنـګ نه و یو مین و ارماني

لـرلـیـد یـې شـوو وهـلـی مـنـزلـونـه جهاني

ده کـړلـې پـرتـلـنـې، ارزونــې انـسـانــــــي

غـنـدل يې بـد رسـمـونه رواجــونـه زماني

د غوره عنعناتو یې کړه ستاینه او صفت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامـلـونـــــه د ذلت

********************************

ملنګ خو ملنګ نه و پر هیواد مین مجنون و

د مینې سمندر کې و لاهو اصیل مفتون و

تقسیم د افغانانو ته زړه شینی جګرخون و

آمو نه تر اټکه کلک ولاړ په پيوستون و

غوښته یې د بابا د وخت بایللی شان شوکت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامـلـونـه دذلت

******************************

ملنګ خو ملنګ نه و ضد د کرکې دوښمنۍ و

غمجن په افغانانو کې پر شتون د تـربګـنـۍ و

نـفـاق او نـالـوسـتـي ده ته اسباب د پسمانۍ و

خبر له ځمکې لانـــدې ډېــرې لـویې شتمنۍ و

شـاکـي و د خـوارانـو له خـوارۍ او بـد حالت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورته واړه لامــلــونـــه د ذلت

***********************************

ملنګ خو ملنګ نه و پـر رمـزونـو و خبر

د پـیـر پـر فـریـبـونـو طـلـسـمـونـو و خبر

مـریـد تـه یې پـه ټګو شان نیتونو و خبر

د شیخ او د ملا پـر څـه عییبونو و خبر

ویل يې ورته مه راولئ تاسو ژر قیامت

ملنګ خو ملنګ نه و یو حکیم و د ملت

ښکاره و ورتـه واړه لامـلـونــــه د ذلت

*********************************

بېرته شاته