(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.09.2022خوب وړی

[10.Sep.2022 - 13:08]

خوب وړی

 

تاریخ دې څه دی؟ 

            د وحشت او وېرې

پوره پنځه زره کلنه پخوانۍ افسانه

د ښاپېریو او دیوانو له جنگونو جوړه

ستا له بریو او د بل له شکستونو جوړه

ته ورته غوږ یې د ماشوم په څېر دې خوب زنگوي

یا لکه کوم شوگیر وهلی مین

د انتظار په ټال د مینې لیونتوب زنگوي

 

را پاڅه لمر ختلی ورځ تر نیمایي تېره ده

ماشومان راغلل له مکتبه د څنگلوریو کلیو

او قافله ستا د ملگرو شوه له ستوریو تېره

ته لا پیتاوي ته ویده یې افسانې ته غوږ یې

د پلار نیکه د برم او سوبې ترانې ته غوږ یې

د خپل نیکه د سوبو فلم گورې

مگر د خپل ماشوم د سترگو کتاب نه شې لوستی

چې د مکتب له نامه وېره لري

چا یې پرې کړې د موچي په تار مرۍ د معلم

پر کتابونو یې د بم لمبو غوبل کړی دی

 

ستا په ماشومې لور مکتب حرام دی

ځکه چې دا د پلار نیکه د شملې شان ټیټوي

مگر چې تا تربور وژلی و په لوېشته ځمکه

د انتقام اور دې د خپلې نابالغې لور په اوښکو مړ کړ

هیچا څه و نه ویل

شمله دې هسکه وه، بریتونه دې چنگ

د پلار نیکه له شانه هیڅ کم نه شول

 

او جغرافیه دې رښتیا،

لکه سیماب د انبساط او انقباض تر منځه

کله ډیلی او اصفهان، کله گوشته او ځاځي

را پاڅه لمر ختلی ورځ تر نیمایي تېره ده

ته لا پیتاوي ته ویده یې افسانې ته غوږ یې

د پلار نیکه د برم او سوبې ترانې ته غوږ یې

 

پاڅه خوبوړیه! زمانه بدله شوې ده اوس

د کمپیوټر موږک خوړلې دي زړې جنگنامې

کروړ هغه نه دی چې کړي سل جنگاوران را نسکور

او په نړۍ کې تر ده پرته بل اتل نه وي

پر هند و سند و پر تخار او پر زابل نه وي

کروړ اوس هغه دی چې له جهل سره وجنگېږي

د زال او سام افسانې کېږده د نسیان په تاخ کې

رستم هغه ته خلک نه وایي چې

له افراسیابه یې وي سترگې ویستې

او د رستم زړه یې څېرلی وي په سپینه توره

رستم هغه دی چې یاغي باغي سیندونه کا رام

بریښنایي روح د تورو خونو،

                               په تیاره کالبوت کې وغځوي

د نړېدلیو کارخانو ولاړ څرخونه کړي تاو

پر وچو للمو شین بخمل د کروندو کړي هوار

لوڅو ډاگو ته د غنمو د زرین فصل جامې جوړې کړي

او د خوارځواکو ماشومانو اننگي له خوشحالۍ نه سره شي

لکه لمر شنې مڼې کړي تکې سرې د مینې په تاو

 

را پاڅه خلکو د نیکونو زنگ وهلې تورې

بازار ته یووړې چې له اوسپنې یې

د مېز د سر قلمدانۍ کړي جوړې

د لرو برو کلیو

د مکتبونو د زنگونو اوازونه اورې؟

چې وېښوي د ماشومانو په پستو زړونو کې

د عرفان شنه حماسه

د دې زنگونو رېښې

د جنگیالیو باباگانو تر سپرونو رسي

آی های!  

       په چیغو مې اواز کښېناست، 

                              نارې مې اورې؟

که به د ځان لپاره وایمه په خوله مې خاورې

خو ته را ویښ شه چې بېخي ناوخت دی

تر لمرخاته دې ماشومانو ته کیسه کړې ده

اوس تر غرمې ویده یې، خوب دې پوره کېږي که نه؟

کور دې د لارې پر سر

د لارویو د پښو دوړې دې پرتې دي پر مخ

سر ته دې ایښي د مزرو څپلۍ

ماشوم شمال دې په شلېدلې شمله لوبې کوي

خو ته ویده یې سترگې نه غړوې

د وخت سنگین غرونه په شنه زور د خوبونو په اړم اړوې

ویښ او ویده هغه وړۍ غړې چې نه شوې شړۍ

ښایي خوب وینې چې فاتح یې د تمامې نړۍ.

۴/۳/ ۱۳۹۳ هـ. ل

کابل

( ډاکتر احسان الله درمل)

 
-
بېرته شاته