(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.09.2022د ډاکتر صابر

[09.Sep.2022 - 16:54]

 

 د ارواښاد ډاکتر صاحب شاه صابر کلام

 

د حسن د ګلونو د رنګونو بلې شمعې 

د غرونو د ښايست په ګړنګونو بلې شمعې 

د نوي پېغلتوب په بام ولاړې جادوګرې 

په زړه کې د شاعر د محبت نوې سندرې 

 

منم چې ته د ډيرو خوشحالو سره نا اشنا يې 

د نوي ژوند له نويو رنګينو سره نا اشنا يې 

منم چې ستا په ژوند کې له بلا څيزونه کم وي

منم چې ستا په زړه به د بلا څيزونو غم وي 

منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخېږې 

منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږې 

 

منم چې ستا کلي په کورور کې تيارې دي 

منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي 

خو ته د خپل ښايست د پېغلتوبه خبر نه يې 

خو ته د خپل تهذيب د سړيتوبه خبر نه يې 

ته دلته د فطرت د رنګينو په غېږ کې اوسې

ته دلته د قدرت د تماشو په غېږ کې اوسې 

ته دلته بله شمع د رنګونو د قيامت يې

ته دلته کې ښايست يې لېونتوب يې محبت يې 

ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار يې 

ته دلته د خپل زړه د خپلې خوښې خپل اختيار يې 

شپيلۍ وهې شپيلې وهې چې ګرځې په پټو کې 

چې زړه دې وشي ګډه شې د کلي په کوڅو کې 

د خپل زړه خپلې خوښې د انا په تار غږېږې

 په چا چې دې زړه ورشې د هغه سره ګډېږې

بې غمه نا خبره د ثواب او د ګناه يې 

خو بيا هم په زړه سپينه يې معصومه يې صفا يې 

د ژوند د بې وسۍ د موصيبته خبر نه يې 

د نوم منافقت د مصلحته خبر نه يې 

 

دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اوريدلې 

دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته ويلې

په هغه ژوند کې څه دې که صفا مې درته ووې 

دروغ به درته ښکاري که رښتيا مې درته ووې 

د هغه نوي ژوند د سړيتوب بلا کمۍ دي

د هغه ځاى د خلقو څه ناشونې مجبورۍ دي

ژوند څه دى يوه بلا ده يو عذاب يو هېبت دى

دوکه ده بې ايماني ده سراسر منافقت دى

ذهنونه پکې هسې د وهمونو کارخانې دى

سرونه د پيريانو د ديوانو ښاريې دي

فکرونه د تارکولو غزېدلي سړکونه 

 

خيالونه د سېمټو د سيخونو دوکانونه 

ځوانان پکې هغه چې جوړولى شي نوټونه 

سړي پکې هغه چې ډکولى شي بينکونه 

ښايست يې په پردو رنګونو ځان سينګارول دي 

الفت يې د درغو د درنکونو کنستل دي

جانان يې يو رنګين مهين پى مخى غوندې دام دى

جنون يې د غرض په لمبو سوى تور غلام دى

ياري پکې د سپينې خودغرضه بوډۍ ټال دى

خپلوي پکې د خپلو غرضونو نرى جال دى 

ګناه پکې د هرې ناروا لاس اخستل دي

ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي

عصمت پکې د ښار د کباړي د دوکان کوټ دى

قيمت د سړيتوب پکې د سلو روپو نوټ دى

غيرت پکې يو شاى دى په يوه کاسيره کېږي

ايمان پکې د هر څه نه په ښه بيه خرڅېږي

د حسن د رنګونو دکانونه په پيسو دي

د ښکلو د مخونو تصويرونه په پيسو دي

هر خيال د سړيتوب پکې ناشونى غوندې شى دى

احساس د محبت پکې بې وسه لېونى دى

ژوند څه دى خو د ژوند په حقيقت پورې خندا ده 

په حسن پورې ټوکې دي الفت پورې خندا ده 

چې دلته راپه ياد شي زړه مې ورپي خفه شي 

ورغلي پرهرونه مې خوله پرانېزي کچه شي 

حيا مې لکه وينه په رګونو کې توده شي

احساس د بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي 

زه خپله د هغه تهذيب د لارو کوڅو ستړى 

زه ستا د سترګو وړاندې د هغې اديرې مړى

په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندى کړه

په ما مهرباني وکړه د ځان نه مې لوګى کړه 

په ما کې که څه سا وي هغه سا زما نه واخله 

زما سره که ښه کوي نو ما زما نه واخله 

اوبه که د انګورو لږې پاتې وى نو راکړه

 

زما د وجود وينه په ترخو اوبو صفا کړه 

زما خواره دردونه په خالونو کې راپنډ کړه 

زما د زړه دردونه د شليدلې ګګرې ګنډ کړه 

ما دلته د دې غرونو د ماښام په دعا رنګ کړه 

په دې پولو مې اونوله په دې لښتو مې بنګ کړه 

بېرته شاته