(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.09.2022پښتون بدن

[09.Sep.2022 - 16:44]

دغه نظم د فلسفي شاعر ښاغلي عطایي ملا دی چې تېرکال یې ماته په خپل خط رالیږلی و او ما وروسته په خپله دهغه له مخې ټایپ کړ .ده دا نظم له نن نه اته څلویښت کلونه پخوا یعنې په ۱۳۵۳لمریز کال کې په هلمند کې دپښتونستان دورځې په مناسبت لیکلی واو دهمدې کال دوږمې په مجله کې چې دکابل پو هنتون دژبو او ادبیاتو دپوهنځي مجله وه خپورشوې و.

پښتون بدن

---------------

داوچتشمشادپه څوکو

دغیرتخیبرسینه کې

د آسمانپامیرپه موټو

دکوږکهره کوڅه کې

دواورینهند کوهپه نوکو

دتکایتږي کوګل کې

دکسيپه تیږو پرښو

دتیراسورکي بورجل کې

دسپین غرهپه دنګه غاړه

دتا جمیرپه هسکو تړو

دباباپه سپینه داړه

دپو لادپه سختو دړو

ددلکشچترالپه زړه کې

دکیمورپه هیرو شپو کې

دسرکشسالنګجوغه کې

دتورغرهورکو درو کې

ددې تړو په کږ لیچ کې

ددې لوړو په هرپیچ کې

ماښخ کړي داستانونه

ما جوړ کړي تاریخونه

نڅوي دا الهامونه :

(هرشکن مو بت شکن دی

دمغرورو دککرې

هره لویشته مو یاد ګار دی

دسرزورو دډغرې

دا دننګ آسماني تړې

دا دجنګ توپاني لړې

دا دپرښو کږلیچونه

ددښنه وودمرګ جړې )

دازما دبچو کوردی

دازما دبابا ګوردی

دامې وینه ، دامې مینه

دامې تن دامې وطن دی

دا دلوی پښتون بدن دی

دبخديد آسمان څوکې

دپکتویسدغیرت لیکې

دزرتشتد زړه آهونه

دسوماد سینې څړیکې

دسپین پوښوکاروانونه

دسرخپوشوسېلاوونه

دسوريدجهاد نښې

دمیرویسد ننګ زخمونه

داکبردخنجر ژبه

دایوبد تورې تندر

دملا لېوروستۍ کړیکه

دمرګي وغیږته منډې

دایملدژوند سندره

ددریاد مرګ یادونه

داجملد غیرت چغې

دبابادزړه تارونه

زما دشعر په څپو کې

زما دآه په نڅېدوکې

سوروي دننګ سازونه

سازوي دجنګ شعرونه

پاروي دا آهنګونه :

(له اکسوسه تر اندوسه

په یورګ کې یوه وینه

ددرانه پښتون جسد دی

په هر هډ کې مینه مینه

دا دسرووینوډولۍ ده

دخوني عقاب ځالۍ ده

هربوډایې شعر پسنده

هره پېغله جنګیالۍ ده )

دازما دبچو کور دی

دازما دبابا ګوردی

دامې وینه، دامې مینه

دامې تن دا مې وطن دی

دادلوی پښتون بدن دی

د بد مستهلمندمو جونه

دسیستانتیر پر تمونه

داټکد آسمان لړې

داحمدد آس ګردونه

دآموڅپاندې څنډې

دشپنیو سیلاوونه

دکوکچېسېلابي غاړې

داوښبه وو کاروانونه

دارغندشینکۍ لو خړه

دسکندرستړي آهونه

دهريتوپاني مټې

دتیمورمات اندامونه

دکابلآسماني څا څکي

دفرنګد مرګ خوبونه

دګوملپولادي کا ڼي

داورنګاوبه مغزونه

دزمان توپاني سیند کې

دپښتو په ابا سین کې

پاڅوي ځوان توپانونه

زیږوي نوي مو جونه

مستوي دا سیلابونه

هر تحریک مو مستي ساز دی

هریو نیزمو سد شکن دی

خونړي مو هریوڅاڅکی

دسرو وینو آبستن دی

پاڅئ پاڅئ ځئ یوکیږئ

درومئ درومئ روانیږئ

دلوی کور بنیادي څلو

ویرانیو کې دریږئ

دازما دبچو کوردی

دازما دبابا ګور دی

دامو وینه دامو مینه

دامو تن ، دامو وطن دی

دادلوی پښتون بدن دی

 

 

 

-
بېرته شاته