(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.09.2022رحمان بابا ته

[09.Sep.2022 - 16:34]

د حمزه شینواري کلیات

درېیم ټوک، مخ ۱۴۲

د رحمان بابا پر مړیستون باندې

لسم فروري ۱۹۶۳

.

که فطرت مې مینه ټکنده غرمه کړه

انتظار ورسره ګډه توره شپه کړه

.

اسوېلو راته ستا مخ هله موسکۍ کړ

چې زما د سوي زړه ډېوه مړه کړه

.

نن چې تود غوندې نظر مې درته وکړ

نو مې ستا د اننګو بله ډېوه کړه

.

بېرته لاړه چې یې غیر ورسره ولید

خدای مې هره یوه اوښکه پښتنه کړه

.

چې تا واړولې سترګې، ارمان راغی

ولې ما دې نوشۍ جذبه خفه کړه

.

هغه هم وو، یو مقام په محبت کښې

چې زما په خوله به نه وو، تا به ښه کړه

.

نن چې سم یې راته وکاته، محفل کښې

ما کږه په بېواکۍ خپله شمله کړه

.

ستا د زلفو صفت، ستا تر وېښتو ډېر و

ځکه شپه مې د خپل ژوند دومره اوږده کړه

.

سږنی سپرلی راغلی په دا شان دی

چې کوله یې د هر ګل راته کاسه کړه

.

عجیبه ده چې رحمان په کښې مېشته دی

خلک هغه هم موسومه هدیره کړه

.

حمزه! نن د واعظ خوله کښې څه اثر وو

ورته ما چې په تتۍ ژبه توبه کړه

.

.

فطرت = ۱) طبيعت، خټه ۲) پنځ، پيدايښت ۳) ابداع، اختراع

ټکنده غرمه = ټاکنده غرمه، ټکڼه غرمه، سره غرمه

اننګی = بارخو، باړخو، روخسار

بېواکي = بېتابي، خوارځواکي، لاچاري، لاڅاري

سږنی = اوسنی، سږن، د سږ، د جاري کال، د روان کال لکه سږنی کال، سږنی سپرلی

کوله = کَؤ-لَه = ۱) نلۍ ۲) کلاه، د سر پټکی، پټکی ۳) بې چته کوټه

موسوم = نوموړی، نومولی، نوملی، یادولی

(غوړ چان: ډاکتر ممتاز خان)

-
بېرته شاته