(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.09.2022ملي اختر

[09.Sep.2022 - 16:25]

يو خــــــواتـــه جـــــوړ ملي اختـــردى

لــــه زړه مـــــــې يـــــو الله خبـــــردى

بل خـــوا ته غــم مې د بنـــديان ژړوي

ما د ســرخ پـوشــو ســــرداران ژړوي 

د څـــــو خبــــرو اجــــازت غــــــواړم

ستاسې حضور نه معـــذرت غـــواړم 

د لــوړوغــــرونو ســـربازان تــه  ژاړم

دې خپـــل خـــانانــــو ملـکان ته ژاړم

 

ډېـــر ناجـــايــــزه اقـــــدامـــــونه کوي

نن چې دا خلک په مــونږ ظلمونه کوي 

په جیلخانو کې ټـــول بنديان دي زمونږ

د قوم مشــــران او ليـــډران دي زمونږ 

په بستـــروکې خپــــل خـــوبــونه کوئ

تاسو په کــــوربې غــم عـیشــونه کوئ 

تورپنجـــابيان پـه دوى حکمـــونه کوي 

هغــوى په جیــل کــې ميچنــونــه کوي 

 

دا خـــــوشـــالي پـــه مـــا محـــــشردى

پـــــه حــــــال مې يـــو الله خبـــــــردى 

ما د ســـرخ پـــوشو ســـربازان ژړوي

دا بې ننـــــگي مـــې د افغـــــان ژړوي 

ټول پښـــــتانه غښــــتلي ورونــــه وينم

 

نن چې دا سـره سـره بیـــرغـــونه وين 

خان غفـــارخـــان بنـــدي يادېــږي زما

د افســـوس اوښــکې نه ودرېـــږي زم 

په سپـــــينه ږيــــره کـــړېــدلى بـه وي

د جیلخــانو خیـــرو خــــوړلى بـــه وي 

دنيا ته ستـــــرگې کــړه اوچت پښــتونه

 

افسوس افسوس ستا په غيـرت پښـتونه 

بل خوا په جیل کې سرداران دې وژني

يو خوا تورســـرې ماشومان دې وژني

د نارينــــتوب نـــه دې خبـــــريمـــه زه

ته لا پټـــــکى تـــړې چـــې نريمـــه زه 

ســتا له دې ژونـــد نه مــرگ بهتــردى

پـــه زړه مـــــــې يـــــو الله خبــــــردى 

د چـــا له ظلمــه په زنــدان کې مــړشو

 

عطاء الله خــان په ډېرارمان کې مړشو 

پښتونســـتان پښــتونســــتان بـه يې ويل

په ځنــکدن ارمــان ارمـــان به يى ويل 

خپل بــال و بچ ته يې نصيحت کـړى و

په وخت دمرگ کې يې وصيت کړى و 

مونږبه گټي دا غم خـواران دي ستاسې

 

ټول ســرحـــدونه کاکا گان دي سـتاسې 

خپل کـــــونډې رنــــډې يتيــــمان وگټه

پښـــتونه ځه عطـــاء الله خـــــــان وگټه 

ستا د راتـــلو پـــــه انتــــظارنيـــــــولي

مونږد اميـــد ستـــــرگې په لارنيــــولي 

ډاکټـــــر خـــان جیــــل کې مـــروردى

پـــه زړه مـــــــې يـــــو الله خبــــــردى 

بل خــواته غــم مې د بنــــد يان ژړوي

د مغلگــــۍ مـــــې شهـــيـــدان ژړوي

دومـــره پښتون تـه به پښتـــون ونه ويم

 

دې خپل ژوندون ته به ژوندون ونه ويم 

د ازادۍ ځــان ته نښــان جـــوړ نه  کړي

څوچې پښتـون لوی افغانستان جوړنه کړي 

دوى پــه رښتـــيا د قام مشــران وبـولم

دغه خــانان بــه بيـــا خـــانــان وبـــولم 

د رڼــو تــورو پـه يــو شـــړک    ودروي

چې د اټـــک پــه پلــــه بیـــرغ   ودروي 

د زړگي غــــم به هله ســــوړشــي  زما

چې ملي جشـــن هلتـــه جــوړشي زما 

د ترانـو په لوستــــــو  ســــرشمـــــه زه

چې شــاگردانـــو ســــره ورشمـــــه زه 

هلتــه بـــه غــــږکـــړم چې اختــــر  دى

پــــه حــــال مې يــــــــو الله خبـــــر دى

ما «ملنـــــگ جان»  دغه ارمان   ژړوي

ما د ســــرخ پـوشـو  ســـربازان ژړوي

ملنګ جان

-
بېرته شاته