(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.09.2022مسجد که بتخانه

[09.Sep.2022 - 15:32]

 

زه په دې پۀ هغې نۀ یم که مسجد که بُتخانه ده

چې جانان پکښې اوسېږي هُم هغه زما کعبه ده

 

د مذهب بنیاد پرستو! د انسان خونرېزي بند کړئ

لوی مذهب انسانیت دے، محبت لویه سجده ده

 

د مسلکو پۀ دې جنګ کې ملاجان نه مې نفرت دے

پۀ مذهب د محبت یم ، پۀ وحدت مې عقیده ده

 

د چا هلته کې نهرونه د چا دلته ډک جامونه

یو ثواب دے بل عذاب دے خپله خپله نصیبه ده

 

چې پۀ اور راته مخ تور کړي بیا مې ټیټې سترګې بیایي

زه پۀ هاغه جنت څۀ کړم؟ چې دوزخ یې دروازه ده

 

شیخ چې دېرش روژې پوره کړې نو پۀ ږیره یې لاس راښکو

دې ته نۀ ګوري د وږو چم کې هره ورځ روژه ده

 

ستا د حورو د دنیا نه دېخوا نوره دنیا هم شته

ما زرين ته یوه پېغله داسې ناسته پۀ اسره ده

.........

       زرين پرېشان

-
بېرته شاته