(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.08.2022لنډۍ

[20.Aug.2022 - 17:25]

سید عبیدالله نادر

 

څو لنډئ د سندرو مینه وال او سندر غاړو له پاره

- لنډۍ -

خدای خبر بیا به دیدن وشي

چي د غر بت ژوند می مرګي په کام کي وړینه

«««««««««««««««««««««««««

اوبو دي خوند راته بل ښکاري

مګر دریابه ، د وطن څخه راځنه

«««««««««««««««««««««

د بد نصیب قسمت خواري وي

چی په تنکی صورت جلا شي له وطنه

««««««««««««««««««««««

خلکو تابوت می یوار کیږدئ

مسیحا دم بوی د وطن روح راکوینه

««««««««««««««««««««

خپل ګران وطن ته په سفر یم

د لارې ګرد می ځکه روح تازه کوینه

««««««««««««««««««««

خدای د هغو یارانو مل شي

چي په فراق کي د وطن شپي تیروینه

«««««««««««««««««««««

له مسافر ماما نه جار شم

چی په جامو یي د وطن ناست دي ګردونه

«««««««««««««««««««««««

دیدار به بیا په قسمت نشي

چی په پردي وطن کی ګرځم بی وطنه

«««««««««««««««««««

تنکی وجود می ټول سکاره شو

چي په عمرونو می هجران لمبې سیځینه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

مخ دې راواړوه شمال ته

چې سحر باد دې تور پیکی ورپوینه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

اګرکه د لنډیو ویونکې معلوم نه وي او اکثره د ویونکو په نومونو به ثبت هم نه وي ، خو تر کومه ځایه چې دا څو لنډۍ زه لرم ، او د یادښتونوپه پاڼو کې راسره وو ، نو د دي نه د مخه چې د زمانې د زیرمتون څخه په بشپړه توګه ورک شي ، ځکه یو لړ لنډۍ رانه ورکې شوي هم دي ،او هغه د تنظیمی جنګونو او جګړو څخه پر له پسي ، یو ځای نه بل ځای ته کډه کولو له وجهی ورک شول ، خوهیله لرم چې د موسیقی د مینه والو د پاره به دا څو لنډۍ په زړه پوری وي،او د بله خوا به خوندی پاتي شي

-
بېرته شاته