(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.08.2022بېلابېل

[15.Aug.2022 - 14:45]

په  خپل وطن کې جنګ را په سر دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته هم  زه مرم

پردی   غوبل   دی ،  پردی  اشر دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته هم  زه مرم

 

کوڅه،  کوڅه  مې ، د  زړه   په  وینو

روزانه     لامبي        زه    ورته ګورم

ما    په ما   وژني   کافر  هنر    دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته  هم   زه مرم

 

زما  ګریوان  یې  ریښې  ریښې که

زما   وجود   یې    اندام   اندام  که

پردی   ټوپک  دی،   پردی سنګر دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته  هم  زه مرم

 

یو شان وجود دی یو شان پښتون دی

که   کابلی   دی،   که  پېښوری   دی

یو  مې  زړګی دی،  بل مې ځیګر دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته  هم  زه  مرم

 

اې   نړۍ والو!   اې  امن   دوستو

د   جنګ   پرستو  مټ   د نیو   دی

په ما قیامت دی په  ما  محشر  دی

هلته  هم  زه  مرم، دلته هم  زه مرم

(رحمت شاه سایل)#RahmatshahSayal

................

کله چې لمر په کلي سر ووهي 

او شپه د وړانګو په خنجر ووهي 

په تودو شونډو پېزوانونه ښکل کړي 

زرين ﻻسونه پر ګودر ووهي 

چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو 

تورې تختې راواخلي 

په یبلي ژبو الف ووايي، بې ووايي، تې راوخلي 

ما ته رایاد شي ماشومې شېبې 

کلی، ګودر او د ګودر له غاړې 

ها خوا په برم ولاړ يو شين چینار، يو ښکلی چینار 

د چینار لاندې يو وړوکی جومات 

چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و 

کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و 

فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې، ټغر يې نه و 

چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل 

د وړانګو غشي 

د چینار لاندې په اوبو کې به خورې شوې 

د تاوس بڼکې 

مونږ به هم راغلو لکه سېل راشې د شنو توتيانو 

د چینار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه 

پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل 

زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه 

ما په کتار د ماشومانو کې پرېږدي کله څوک 

غواړم ماشوم شم او پر توره تخته 

نوم مې د هغه جانان وليکمه 

چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه 

غواړم ماشوم شمه او ټولې تختې 

د خپل جانان په نامه ډکې کړمه 

خو زه له خپل عمر شرمېږم 

ماشومانو ته ورتللی نه شم 

په جګو سترګو ماشومانو ته کتلای نه شم 

ځکه زما همځولي د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي 

قلم، تختې او مشواڼۍ ماتوي 

او په لوی لاس ترېنه ماشومه دنياګۍ ړنګوي 

په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم 

خو شپه، قربان يې شمه، څومره پرده پوښه ده شپه 

ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه 

له ماشومانو نه په غلا او پټ په پټه، په ماشوم بدل شم 

او زه ماشوم شمه، د اوښکو په ماشومو ګوتو 

د سپينو ستورو تباشير راواخلم 

د شپې پر توره تخته  نوم د جانان وليکم 

افغانستان وليکم

 

( پیرمحمد کاروان)

 

..................

( غوړچان د ښاغلي ممتاز خان)

................

 

زما دپلار نیکه ټبر بښتنو!

دبل دلاسه درپه در پښتنو

ستاسو کیږدیو نه قصرونه ځارشه 

ستاسو شړیو نه شالونه ځارشه 

ماته له هرچانه بهتر پښتنو 

دبل له لاسه درپه در پښتنو 

وزیر ، مسید او اپریدوته ژاړم 

خلیل مومند او یوسفزوته ژاړم 

دباچاخان و اخلئ خبر پښتنو 

دبل له لاسه درپه در بښتنو 

تنها پرې نږدئ باچاخان په جیل کې 

چې خپه نه کړئ صمدخان په جیل کې 

سلام سلام د بيښور پښتنو 

دبل له لاسه درپه در پښتنو 

پښتونستان جوړکړئ بابا خوشال کړئ 

ننګ او غیرت وکړئ الله خوشال کړئ 

لاسونه یو کړئ لر او بر پښتنو 

دبل له لاسه درپه در پښتنو 

دقام په غم کې سوځیدلی ښه یم 

زه ملنګ جان ګریوان شلیدلی ښه یم

سر ورکوم ستاسې په سر پښتنو 

دبل له لاسه در په در پښتنو

دپښتو او پښتونستان ملنګ داشعر هغه وخت ویلی دی چې کله باچاخان بابا او صمدخان بابا دپنجابیانو په جیلونوکې بندیان وو:)

..............

 

لیدلې په دې چم کښې مې پرون یوه جینۍ ده۔

ما وې که دویمه خور راکوزه شوې د سپوږمۍ ده۔

 

زه چانه انصاف اوغواړم؟ په دې پورې لختي کښې۔

بېرته شاته