(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.08.2022سردار حسین

[15.Aug.2022 - 14:28]

 

سردار حسین  بابک ته

 

دې خاورې چــــــــغې وکړې د بولانه تر اټـــــــــکه 

باغي باغي بابکه !

دې خلقو پورې ښپې وې، خو چا نۀ موندله ځمکه

باغي باغي بابکه !

ـــــــــــــــ 

پۀ دې وطن کښې راج د نامالومو وسله والو

د تورو خردجالو

څپې دي سېلابونه دي د ســـــرو وينو حلالو

د پېغلو د ملالو

دا څو اوښکې مشکڼې خو مې ېوسه تر فلکه

باغي باغي بابکه !

ــــــــــــــــــــــــــــــ

ستا غږ د سريندې غوندې راويخ کړمه لۀ خوابه

زخمي زخمي ګلابه

ستا مخ پسې راتېر شومه لۀ هر ېؤ انتخابه

زخمي زخمي ګلابه

راپاڅه غاړه راکړه لۀ عنبرو جوړ هلکه !

باغي باغي بابکه

ــــــــــــــــــــــــــــــ

دا مونځ د ازادۍ به کول غواړي پېش امامه

خمار خمار ماښامه

چې غږ وشي د مينې کور پۀ کور لۀ هره بامه

خمار خمار ماښامه

تۀ څۀ شوې؟ هواګانې وائې رادې کړې مچکه

باغي باغي بابکه !

ــــــــــــــــــــــــــــــ

غږېږه پۀ هـــنر د پښتنو ســــــــــــپه سالاره

سرداره وه سرداره

د دور جـــهالت لره د علم ســــــــپين سهاره

سرداره وه سرداره

مصرعه مصرعه مې راوړې د غزل پۀ زړۀ کښې ځکه

باغي باغي بابکه !

ــــــــــــــــــــــــــــــ

غزل مومند

-
بېرته شاته