(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.08.2022دعبرت په هنداره کې

[06.Aug.2022 - 07:23]

د عبرت په هنداره کې                      

لیک: شاعر او لیکوال سید عبید الله نادر

لنډه کیسه د رهی معیری د یو شعر ژباړه په پښتو ادب کې  

یو ړوند فقیر د کا ییناتو خا لق ته مخ د آسمان په طرف کړ ، او داسي یې وویل : چې ای ستا په ثنا کې می د تحسین ژبه ستړې ، ستا په دې راکړ شوي نعمتونو په زرګونو ځلي شکرونه ،چې زه ستا د لطف او بخشایش لایق دومره نه یم ،تر څنګه یې یو تور ضمیر او د خیرن ضمیر او باطن خاوند چې د شاهینې پنجو او زور خاوند وو ، ړوند فقیر یې د غاړي څخه ونیو او وي ویل : چې زه که د خدای تعالی شکر ادأ کړم ، خو د زورو زر او  روغ صحت او قوی پنجو خاوند یم،   ،که زه د خدای شکر ادأ کړم نو پر ځای ده ،زه حیران تاته یم چې تا ته رَب څه نعمت درکړی ، چې پر هغي شکر وباسې ، فقیر ورته په انتباهی انداز کې  وویل : د دې نه به څه ښه نعمت وي ،چې ستا غوندی د تور ضمیر او خیرن باطن انسان مخ نه وینم

او دا هم د رهی معیری شعر :

فقیری کوری به ګیتی آفرین می ګفت

که ای ز وصف تو الکن،زبانِ تحسینم

به نعمتی که مرا داده ای، هزران شکر

که من نه درخورلطف و عطای چندینم

خسی ګرفت ګریبان کور و با وي ګفت

که تا جواب نه ګویي، ز پای ننشینم

من ار سپاس جهان آفرین کنم ، نه شګفت

که تیز بین و قوی پنجه تر ز شاهینم

ولي تو کوری و نا تندرست و حاجتمند

نه چون منی ، که خداوند جاه و تمکینم

چه نعمتی است ترا ،تا به شکر آن کوشي

به حیرت اندر، ازین کارِ چون تو مسکینم

بګفت کور: کزین بهِ چه نعممتی خواهی

که روی چون تو فرومایه ای نمی بینم

رهی معیری

 -------------------------

 

دردمنو ماشومانو ته د علم د هڅونۍ د پاره ترانه

کال ۱۳۷۸پیښاور

شاعر: سید عبید الله نادر

 

(درس و تعلیم نه پاتي کیږو)

 

لږ په سرعت واخلي ګام

په متــانت واخـــــلي ګام

چي له قطاره ، وروسته کیږو

درس و تعــــلیم نه، پاتي کیږو

مونږ شاګردان د مکتب

واړه بچیـــــان د مکتب

تازه ګـــــلان یو مونږه

په بـــــاغ و بڼ ، دادب

ډیر ادیښمند په خپل حالت یو

مستـــــــــقبل ته مو ځوریږو

درس و تعـــلیم نه پاتی کیږو

بشر سپوږمی خواته ځي

د ترقی خـــــــــواته ځي

نوی آرمـــــان په خاطر

د سو کــــالی خواته ځي

مونږ د غفلت او جهالت څخه

په ځمــــــــــکه کې ، ښخیږو

درس و تعلــــیم نه پاتي کیږو

د خپل بقـــــا په خاطر

ترڅو به وي جنــــګونه

راځئ چـــي وکړو یوار

ددي وطن غـــــــــــمونه

دي اړ و دوړ کــــــې دنفاق

علمی دنیا نه وروسته کیږو

درس و تعلیم نه پاتي کیږو

هلته نظـــام کې دشمس

بشر څیړنــــــــۍ کوی

چی کړی معلوم حقیقت

خـــــپل ګرویږنۍ کوی

مونږ دمــــاشوم په څیر

په خـــــــاورو کې لوبیږو

درس و تعلیم نه پاتي کیږو

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

دا شعر د طالبانو د واکمنۍ په لمړی ځل کې ویل شوي ، خو فکر کوم چې اوس ډیر ، د دې حالاتو سره سمون خوری،   ،ځکه دوي په خپل  څه کم یو کال کې ، په ځای د دې چې طالبانو په نورو مهمو موضوعاتو فکر کړی وای، د ټول سوچ په دي هکله وو ، او دی ، چې د جنکو مکتبونه وتړل شي ،ښځي د کار ته پرینښودل شي ، ښځي دي زده کړه ونه کړي، او په کور خوندی وساتل شي، فکر کوم چې دوی باید په داسی یو فرخنده عصر کې په ډیرو لویو او اساسي موضوعاتو باندی فکر وکړي ، مونږ ډیری نیمګړتیاوې لرو ، چې باید په هغي فکر وشي ، او ورباندی کار وشي .

 

 

-
بېرته شاته