(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.08.2022منظور پشتین ته

[01.Aug.2022 - 15:38]

قامي مشر منظور پشتین ته

 

زما د بورې زمانې سیف الملوکه یاره 

مستو دیوانو ته دې بیا د حکمت زور وښوده 

چې ښاپېرۍ بدري جماله د وطن دې راوړه 

تورو تمبو ته دې د بل پیوستون شور وښوده 

 

څه زړور بیا د تیارو ښامار ته ودرېدې 

ولاړې د ناوې رڼا پت دې په لمن کې راوړ 

چې پرې د هیلو هار ته وپيي مرۍ د اوښکو 

د یوې خور د حیا تار دې بیا په ستن کې راوړ

 

د ولس منظوره! د تاریخ د باب زرین پښتینه!

په دې بېپایه تروږمیو کې یو  ته ځلیږې 

د دې ټبر پر وچو وچو زخمي شونډو باندې 

لکه ملهم ملهم خوږه موسکا  لا ته غوړېږي

 

چې د دجال ږیرو ته ناست دي په کږو اورمېړو 

دې ناخبرو ته د ویښ شعور ځولۍ ګرځوه

دا شرمېدلي دې همېش داسې سرکوزي ناست وي 

ته هسکه غاړه سره غاټول غوندې خولۍ ګرځوه

-عبدالغفور لېوال-

 
-
بېرته شاته