(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.08.2022 دموسقۍ ژبه

[01.Aug.2022 - 15:35]

د شعرونو سوداګرې، شرابي غزل په څو دى؟

د الهام پرخې پريولى، ګلابي غزل په څو دى؟ 

 

زړه مې بيا د درد په لاس کې، د زخمونو سکې راوړې

ستا د برندو برندو سترګو، عقابي غرل په څو دى؟ 

 

د پرهر په رغيدو يې، نوش دارو چې پاتې راشي

ستا د عشق رستم ژوبلى، سهرابي غزل په څو دى؟ 

 

چې مسرې يې نهنګان شي، مستې مستې حملې وکړي

چې څپې څپې راخور شي، دريابي غزل په څو دى؟ 

 

لکه ستورى چې له ستوري، سره وجنګيږي مات شي

چې يې توري داسې رپي، سيمابي غزل په څو دى؟ 

 

د لېمو له خانقايې، صوفيانه غزلې غواړم 

داسې چيرې هم نه وايم، وهابي غزل په څو دى

 

ما دې نوم په سپينو اوښکو، پر ژيړي نرګس ليکلى

نرګسي غزل په څو دى، شين ابي غزل په څو دى؟ 

 

چې شريعت پکې موسکى وي، چې کاروان يې په ياد وايي

ستا د مخ د سپينې پاڼې، کتابي غزل په څو دى؟ 

پيرمحمد کاروان

———————-

 

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی 

Sa mir wakhla kho Pashto rana wa nakhle 

Atme ein, aber nimm nicht meinen Paschtu 

زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم 

Za Pashtun yem pa Pakhto bande Patman yem 

Ich bin Paschtuner, respektiert von Paschtu 

كه زما ستوري په قبر چېرې راشې 

Ka Zama Stori pa kaber chera rashe 

Wenn du zu Storis Grab kommst 

په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم 

Pa Pashto rata dawa wakra par mayen yem 

Bete für mich in Paschtu, weil ich in es verliebt bin 

(Kabir Stori) 

--------

 

زه  کافر یم ،   د   کافرو   د   کافر   نه 

خدای  زما  هم  د  کافرو  نه  کافر  دی

په  ژوند  مې  کلېمه د محمد ویلې  نه  ده

پس لدې چې یې څوک وایي هم کافر دی

(غني خان)

------

نن د پشکال لومړۍ نيټه يا ورځ ده پرون د هاړ (اړ) ٣٠ مه وه پشکال د جولاى پر ١٥ پيل او د اگست پر ١٤ پاى ته رسي ځکه چې د جولاى مياشت ٣١ ورځې ده نو داگست پر ١٤ د پشکال مياشت ختميږي او د اگست پر ١٥ربادرو ده .  "بېساک"، "جېټ"، "هاړ"، "پشکال"

 

بيا "بادرو" "اسو"، "کتک"  -  اوړى تېر شي ټک پۀ ټک

بيا "مګر" ورپسې "پو" - ساړۀ ؤرسي تر خپو

مياشت چې بره شي دَ "ما"  -  شي يخني لږه پۀ شا

ورپسې راشي "پګڼ"  - شي ښېرازه باغ و بڼ

پۀ آخر کښې وي "چېتر"  -  باران ووري پۀ تر تر

دولس مياشتې وي دَ کال   -  کړه ئې يادې پۀ هر حال

مشتاق مجروح يوسفزى

-----

ځوانه ستا سه رایه ده؟ زما تجویز ته څنګه ګوري؟

زه وام ډیورنډ او ګندمک د ختمیـــــدو وخت دي

 ارمان_لوڼی

…………

ارمان لکه شهید د مرګ له قید څخه ازاد دی

ارمان لکه سپېڅلی بغاوت خلګو ته یاد دی

-------

ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده 

وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

 

ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډا شي نو 

چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو 

 

والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو 

څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو 

درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده 

وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

 

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي 

حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي 

ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي 

چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي 

ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده 

وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

 

مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده 

ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده 

ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده 

واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده 

جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده 

وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

 

سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره څوکه شي 

کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي 

ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي 

زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي 

جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده 

وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

 

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده 

پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده 

پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده 

ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده 

جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده 

وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

-
بېرته شاته