(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.07.2022خوب وینم

[28.Jul.2022 - 15:35]

لومړی بند دغني خان د جېلخانې دخوب

*********

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي مانه

پروت يم سر مې ايښى د خپل يار پر ځنګانه

 

خوب وينم غني وي ناست پر څنګ د خوشال خان وي

د دواړو په لاسونو کې پانوس وي،ارمغان وي

ټوکې وي،ټکالې وي، خبرې د افغان وي

ستايې دوه نومونه د افغان د پښتانه

 

خوب وينم عالمه که يې څووک راکړي مانه

پروت يم سر مې ايښى د خپل يار په ځنګانه

 

خوب وينم نجيب وي،له منصور سره ګويا وي

شاه وخوا ولاړ دا څلور کونجه دنيا وي

دواړه ورته خاندي دار کې غاړه د ملا وي

لويه ننداره وي د کابل پر اريانه

 

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي مانه

پروت يم سر مې ايښى د خپل يار پر ځنګانه

 

خوب وينم لښکرې وي ملاله وي ځلميان وي

ګير کړي يې لاهور که دا تور مخي پنجابيان وي

اخلي کسادونه بريالي په مخ روان وي

دا هغه ځوانان وي چې يې بولي يګانه

 

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي مانه

پروت يم سر مې ايښى د خپل يار پر زځنګانه

 

خوب وينم جرګه وي، خان شهيد وي، باچاخان وي

د لروبر راجمع ټول ملي قهرمانان وي

شيرشاه وي، احمدشاه وي، بايزيد وي، ميرويس خان وي

وايي مرګى ښه دى د غلام تر ژواندانه

 

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي مانه

پروت يم سر مې ايښى د خپل يار پر ځنګانه

 

خوب وينم امو وي، اباسين ورسره مل وي

لوى افغانستان وي، د خپل واک ژوندون تکل وي

د ملي پاڅون اعلان وي، په غليم باندى يرغل وي

ټول د سره تېر وي يو رضا کړي بهانه

 

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي مانه

پروت يم سر مې ايښى د خپل يار پر زځګانه

 

رضا محمد رضا.

 
-
بېرته شاته