(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.07.2022 دبدرمنیر

[28.Jul.2022 - 15:34]

دبدرمنیر یاد (1940-2008)

**********

وطن  درنه  د  وینې  قرباني  غواړي  غازېانو

په   شمع   د ننګ   وسېزئ ، ځانونه  پتنګانو

 

خالد او ابدالي غوندې تیر شوې ستا نیکونه

کوې   یې  په   مړانه  باندې   فخر   تارېخونه

راپاڅۍ روح خوشال کړئ نن د خپلو مشرانو

 

چې خوب په بستر کړي، هغه به څرنګه ځلمي وي

څه ژوند به یې د ګېدړ وي،که دا سل کاله ژوندی وي

ژوندون  د ېوې  ورځې  ترېنه  ښه  دی، د  زمرېانو

 

راپاڅۍ دښمنانان، نن سپکاوی ستا د شملې کړي

ټول  عمر  به  پېغور درله د پېغلو  لوپټې کړې

راځئچې  پرې وه ځو په لښکر د دشمنانو

-
بېرته شاته