(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.07.2022خیبر ستوری

[28.Jul.2022 - 15:31]

 

ای د خیبر   ســـتــوریـــه !   پړق  وهه  ځلا   وکړه
تــورې   تیارې  زور   شولې،  ته  خپله   رڼــا   وکړه

دا  د هېواد سره وینه ؟ مینه غواړي، ننګ غواړي
دا د پښتون لوې ټبر پت غواړي، غورځنګ غواړي

کوزه  د باګرام  وینه،   نوې ولوله غواړي
بره  دا  ببر  غرونه،   نوې  فیصله  غواړي
لــــــــوې   اباسین  شــــــــــور  غواړي
جــــــګ   مــــــلاکــــنــــډ   اور  غواړي
دا  پــــــښـــــــتـــــــونخوا  کور غواړي
تس نس  پــــــښــــتــــون  ورور غواړي

دا د هېواد سره وینه ؟ مینه غواړي،  ننګ غواړي
دا د پښتون لوې ټبر پت غواړي، غورځنګ غواړي

-
بېرته شاته