(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.07.2022ېمه پښتون

[28.Jul.2022 - 15:27]

تل به په لار د ميړنو سره ځم

یمه پښتون د پښتنو سره ځم

 

د ملیت نمره د پرخی  په څیر

ستا ددی شوخو پلوشو سره ځم

 

دا چې خرد هم په ملت ځاروي

زه دې هم داسې لیونو سره ځم

 

پام کوی زه هغه نظر نه یمه

چې به په دود د سپیلنو سره ځم

 

وایي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

 

راستنیدے چی نه شم وخت خو نه یم

خو د حالات د تقاضو سره ځم

 

کړمه جهان چه د" پښتون ځلمی"

د خپلو پیغلو حوصلو سره ځم

 

وړم مستقبل ته د ماضی روایات

زه د خپل حال د ولولو سره ځم

 

څو چې راغوند په يو مرکز یي نه کړم

هری تپی  د جرګو سره  ځم

 (امیر حمزه خان شېنواری)

-
بېرته شاته