(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.07.2022یو ټبر

[16.Jul.2022 - 19:17]

 

یـــــــوه ورځـــــې چـــــا ویــلـــــې
چـې اســمـان تــه مـې کــــــتـلــــې

يــــوه  غـــــټه وریــــځـه  راغــــلــه
دوه  وړي  ئــــې  ښـــــــکــلــولـــې

وړې  شـــوې  غــټـې  کې  غــــیـــبي
بـیـا  مـې  ســـتـرګـو   نـه  لــیـد لـې

ښـکارې  دا وې  کـوچــنۍ وریـځــې
چـــې  د مـــور غــېــږې تـــه تـلـلـې

د یــــو  کــــــور  د  یــــو  ټــــبــر وې
د  یـــو   بـل  نــــه  ځــارېــــد لـــــې

چې هـمجــنـس وی جـمـع کــېـږی
عــــقــل  کــلـــه   بــــېــلـــــولــــې

پــه ویــشـــلـي پـښـتون قـــام ئـــې
ســـتـوري   اوښــکــې   تــویـــولــې

-
بېرته شاته