(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.07.2022 منزل

[16.Jul.2022 - 15:27]

 

موږ ټولنې له پاره کوم خاص مکتب دپوهوی نه لرو، ډیر امید مو لیکوالان ، شاعران سیاست وال او ملایان ول یا دي….

سیاست والو څخه خو ورخ لا په خوا اوبه وړی دی خو دادی تیر دیرشکاله دوطن لوړۍ غونډې ممبر ته ملایانو راو دانګل چی دا مید هم په مړه کیدو دی

را پاتې یوازې همدا غه د ټولنیز ریالیزم دګوتو په شمار شاعران او لیکوالان را پاتې دې ، چی خدای خبر د دئ زړونو څخه  دې دغه غمجن وطن سره دمینې احساسسه څه کړې وي…..

 

 نو ښه به وی چی کله کله دغه شاعران ولولئ او ددوئ لید بی پروا وه نه ګڼي….

د  زیب منتظر مسید صیب یو ښکلی کلام او دزړه درد!

(الف خان منګل)

 

لا خو منزل ته فاصلې پاتې دي

لا خو ویدې زموږ قافلې پاتې دي

 

بیا بې ښمره پښتون کډه په شا

بیا ترې خپل کور، کلى، کوڅې پاتې دي

 

بیا به په کمپ کې ناست وي، خړې سترګې

بیا ترې د خپل نغري ایرې پاتې دي

 

بیا په تش لاس د دښمن مخ ته ولاړ 

د ورور ټټرکې ترې چاړې پاتې دي

 

بیا د شاعر له خولې نه کریژې خیژي 

بیا یې په زړه هزار ګیلې پاتې دي

 

بیا یې ګلبڼ ته چا دی اور ورکړی

بیا د بلبل سوې نغمې پاتې دي

 

بیا کوم یتیم ځغلي او چیغې وهي

بیا ترې خپل پلار، خور، ورور، ادې پاتې دي

 

بیا (منتظر) په غم لړلی ښکاري

مخ ته یې بیا تشې پیالې پاتې دي

 

15/7/2017

-
بېرته شاته