(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.07.2022د بابړې فریاد

[08.Jul.2022 - 16:51]

د بابړې فریاد ـ 

 

  فضل مومند 

 

نامه د اشنغر  شوله پۀ سرو وینو  ککړه 

  بیا جوړه کربلا د پښتنو شوله بابړه ـ 

 

1- د جبر ابتدا وه کۀ د ظلم انتها وه  

خدائی خدمتګارانو له د کوم جرم سزا وه

ـ اسمان کښې فرښتو کړې پۀ هغه ورځ ژړا وه

 اګست پۀ دولسمې وه پۀ څۀ باندې جهګړه 

بیا جوړه کربلا د پښتنو شوله بابړه 

 

۲- دعدم تشدد یو فلسفه وه د غازیانو 

ولاړ ئې مقابل کښې وو لښکر د یزیدانو 

سینې ورته نیولې وې د امن شهیدانو 

لښکر د قیومي ورباندې جوړه کړله خړه 

بیا جوړه کربلا د پښتنو شوله بابړه ـ 

 

۳- تړلی کفنونه ئې راوتی پۀ میدان وو 

د امن بیرغونه ئې پۀ لاس کښې درخشان وو 

د امن فلسفه باندې تړلي باچا خان وو 

بیا ولې ظالمانو مینځ ته راوسته دا شخړه 

بیا جوړه کربلا د پښتنو شوله بابړه ـ

 

۴- پۀ هغه ورځې جنګ چې د ظالم او د مظلوم وو

پۀ هغه ورځې جنګ چې د حاکم او د محکوم وو 

پۀ هغه ورځې څوک ابنِ جابر  او څوک قیوم وو؟  

پۀ هغه ورځې پورته د هر کور نه وه لوخړه ـ 

بیا جوړه کربلا  د پښتنو شوله بابړه ـ 

 

۵- پۀ هغه ورځې جوړ د هر پښتون پهـ کور کښې ویر وو 

پهـ هغه ورځ خوړلے هر پښتون پۀ سینه تیر وو  

پۀ هغه ورځ راغلې یو خنزیر چې د کشمیر وو ـ 

پۀ هغه ورځې جوړه تر اسمانه وه یو لړه 

بیا جوړه کربلا د يښتنو شوله بابړه ـ 

 

۶- پرامنه پښتانۀ وو راغونډ شوی پۀ میدان 

نۀ توپ او نۀ توپنګ سره پۀ لاره وو روان 

غوښتنه ئې کوله د خلاصون د باچا خان

تاریخ څوک نېست نابود کړل او د چا خبره وړه؟

بیا جوړه کربلا د پښتنو شوله بابړه

 

۷ - بیا ګوره د تاریخ دغې قصاب نظام ته ګوره 

بیا ګوره پۀ کتاب کښې د نصاب نظام ته ګوره 

د تش نوم پښتنو دغه نایاب نظام ته ګوره 

فضله راګوزار که د نظام دغه جونګړه 

بیا جوړه کربلا د پښتنو شوله بابړه ـ   

  

فضل مومند ـ

 

-
بېرته شاته