(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.07.2022تیر به دا ستا

[08.Jul.2022 - 16:24]

خير نن كه درته ما وكتل تا را وكتل
خو ګورم به دې بيا كه دې سبا را وكتل


په مخه چې نن راغلې مخ دې څله پټاوه
كړو غم دې راته جوړ چې دې په شا را وكتل

 

هم دغسې ګلونه وو چې مينه جوړېده
څه وشول پسرلى دى كه اشنا را وكتل

 

دنيا راته راګوري د كتو نه و وتم
چې تا ته مې كتلي دي دنيا را وكتل

 

يو دم مې زړه نرى شولو همزولو خاندئ مه
خاطر چې غريو نيول په ژړا راوكتل

 

 

 ------

تېر به دا ستا د حسن وار شي ياره زما
اخر خزان به دې بهار شي، ياره زما

 

چې نه رادرومې اشنا نو وعدې څله كوې
هغه پرون دې څه وې چې نن لا بله كوې
زما يقين ستا په اقرار شي، ياره زما

 

سترګې مې بې له تانه، د بل په لور نه ګوري
بغير د تا له مخه، مخونه نور نه ګوري
مړې به كله په ديدار شي، ياره زما

 

زه د بل چا د مينې، اشنا څه تمه نه كړم
زه به دا ستا مينه، چاسره سمه نه كړم
په ما خاطر كه دې اتبار شي، ياره زما

 

خاطر اپرېدی

Khater Apridi

-
بېرته شاته