(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.07.2022غزل

[08.Jul.2022 - 15:22]

غزل

 

چې ستا د مخ د خال خبرې خپل ارمان ته کوم

د زړه په للمه کر د سرو اوښکو  باران ته کوم

 

لکه ګلاب خپله کیسه په وینو ـ وینو  شونډو

په هر سپرلي کې خامخا یو ځل جانان ته کوم

 

ستا په جاګیر دننه هم په کلي پاتې نه شوم

ځان ورکومه لاړم کډه بیابان ته کوم

 

د سربازۍ په جذبو ډکې شوې د خیال هدیرې

زه به تر کومې ګډېده خوشې میدان ته کوم

 

ستا بې ننګۍ وژلی نه یم رنځولی یې یم

چې ستا دعا راته یادیږي ښېرې ځان ته کوم

 

څه د ستم د بې وسۍ په ورځ پیدا یې مینې

زه په خطا ګناه  د زړه د ګل ګرېوان ته کوم

 

د زړه کتاب لولمه ټوله شپه روڼوم

زه تیارې د جانان نوي امتحان ته کوم

 

 

رحمت شاه سایل

............

 

په  خپل وطن کې جنګ را په سر دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته هم  زه مرم

پردی   غوبل   دی ،  پردی  اشر    دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته هم  زه مرم

 

کوڅه،  کوڅه  مې ، د  زړه   په  وینو

روزانه     لامبي        زه    ورته     ګورم

ما    په    ما   وژني   کافر     هنر    دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته هم  زه مرم

 

زما  ګریوان  یې  ریښې  ریښې  که

زما   وجود   یې    اندام   اندام    که

پردی   ټوپک  دی،   پردی سنګر دی

هلته  هم  زه  مرم، دلته هم زه مرم

 

یو شان وجود دی یو شان پښتون دی

که   کابلی   دی،   که    پېښوری    دی

یو  مې  زړګی دی، بل مې ځیګر دی

هلته  هم  زه  مرم،  دلته هم  زه مرم

 

اې   نړۍ والو!      اې  امن   دوستو

د   جنګ   پرستو     مټ   د   نیو   دی

په ما  قیامت  دی په  ما  محشر  دی

هلته  هم  زه  مرم، دلته هم  زه مرم

 

(رحمت شاه سایل)#RahmatshahSayal

-
بېرته شاته