(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.07.2022نظم

[08.Jul.2022 - 15:15]

نظم غني خان

ژباړه؛ انجينئر شمشاد خان 

 

وروره دے دا جهان يو مکان د فنا

ورته مه کړه ژړا، ورته مه کړه ژړا

ماښام خاورې شي ګل، چې سهار شي پېدا

ورته مه کړه ژړا، ورته مه کړه ژړا

ـ

دا چې لاندې د پښو دي دا خاورې ته ګورې

وې د چا شونډې سرې او د چا سترګې تورې

دا ايرې معشوقې وې چې تلې په خندا

ورته مه کړه ژړا، ورته مه کړه ژړا

ـ

دا مستي يو ساعت دا پستي يو ګړۍ

دا سور شال د امير د فقیر دا شړۍ

دي داواړه خيالي، بې بنياده دوکه

ورته مه کړه ژړا، ورته مه کړه ژړا

ـ

هر ذره کړي صدا چې دنيا د فاني

د پرون ښاريو کې نن د ويراني

دے يو خوب دا ژوندون دا ځوانی يو نشه

ولې ځې په ژړا ولې ځې په ژړا

 

Poem:

Ghazal Of The Bigger

Poetry: Ghani khan

Translation: Shamshad khan

 

This world is the home of departure,

Don't weep for it,

Don't weep for it,

The flower that rises in the morning,

Gets wilted in the evening.

Don't weep for it,

Don't weep for it.

 

The soil that you see,

Beneath the feet of your's,

Had been the lips and black eyes of someone,

Those ashes had been loves,

Who used to go with laughing,

Don't see for it,

Don't weep for it.

 

This pleasure of one instant,

This life of one hour,

This red shall of the wealthy,

This sheet of the begger,

Both these are imagination,

A baseless deceive,

Don't weep for it,

Don't weep for it.

 

Each particle voices that,

This world is immortal,

In the cities of the past,

Today prevails desolation,

This life is like a dream,

This youthfulness is an addiction,

Why you go weeping,

Why you go weeping.

...........  

 

 

اے د ليونيانو نيکۀ مونځ ښۀ کۀ مستی ښه ده؟

حسن جوړيدل ښۀ دی،کۀ حسن پرستی ښه ده؟

وی ښه ده مستی ښه ده،خو زړۀ پاک لکه آئينه غواړی

دا درياب هضمول د سمندر غوندې سينه غواړې

حسن جوړيدل د بنده عشق د کمال دے

تور د غم درياب کښې سور خمار د وصال دے

او اے زما بچيه!د جانان ئې مينه لا ښه ده

نوم ئې ښکلے لا ښۀ دے،جلوه ئې رنګينه لا ښه ده

اے د ليونيانو نيکۀ مار ښۀ دے کۀ ملا ښۀ دے

تن مې ډک لۀ زهرو کۀ زړۀ ډک مې د بلا ښۀ دے

اے زما بچيه!وې ډيران لره انګار ښۀ دے

مږې له پيشو ښه ده،چيندخې له ښامار ښۀ دے

تا له ليونتوب ښۀ دے،مستی ښه ده،صحرا ښه ده

چا له طاعون ښۀ دے،چا له سيورے د مولا ښۀ دے

دا د دنيا رنګ دے،دا دنيا رنګينه لا ښه ده

زيړه ښه ده،توره ښه ده،تکه سپينه لا ښه ده

اے د ليونيانو نيکۀ حسن کۀ بلا ښه ده؟

برخه د مجنون ښه ده؟کۀ برخه د ليلی ښه ده؟

وې اے زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښه ده

تخت د رقيب ښۀ نۀ دے،شهيد د کربلا ښۀ دے

واک چې ئې د بل وی دې نر نه زنانه ښه ده

او اے زما بچيه وزيرۍ نه جيلخانه ښه ده

 

يخه نرمه لا ښه او تيزه ګرمه لا ښه ده

تاؤ د مخ د يار لوپټه سره رنګينه لا ښه ده

زيړه ښه ده،توره ښه ده،تکه سپينه لا ښه ده

نو اے زما بچيه! حسن ښۀ دے هم وفا ښه ده

برخه د مجنون ښه ده،هم برخه د ليلی ښه ده

ښه ده فقيرې نيکۀ کۀ ښه ډيره دنيا ښه ده

ګل د صنوبر ښۀ کۀ قلا د محبوبا ښه ده

وې اے زما بچيه! سور عقاب له د غرۀ سر ښۀ دے

ګل دے صنوبر له ښۀ او ګل له صنوبر ښۀ دے

جام له قلارے او سمندر له طوفان خوند کوی

سترګو له مستی خوند کړی او زړۀ له آرمان خوند کوی

نو اے زما بچيه!فقيری ښه ده کۀ دنيا ښه ده

تخت د سليمان ښۀ دے،جونګړه د عيسی ښه ده

مشره ليونيه وزيری کۀ جيلخانه ښه ده

ښۀ مې خپل لروکے دے کۀ قرض توپخانه ښه دے

اے د زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښه ده

تخت د رقيب ښۀ نۀ دے،ټکورے د ليلی ښۀ دے

#TheLegendGreatGhaniKhan

-
بېرته شاته