(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.07.2022سوله دې وي

[08.Jul.2022 - 15:03]

سوله دې وي

 

ګیــلاس اوبه دې وي وچ نان دې [وي] خو سوله دې وي

خـیر کنــډواله افغانــستان دې وي خــو سوله دې [وي]

بــیرغ نــسکور او په مـلي اردو دې خاورې واوړي

دلته دهر ځای جاسوسان دې وي خو سوله دې وي

ملي سرود باندې بندیز دې وي چې هېر شي له موږ

په غم اخته زموږ وجدان دې وي خو سوله دې وي

خیر که مـو څوک په رســمیت نه مــني پروا نه کوي 

په هر یو بخش کې مولایان دې وي خو سوله دې وي

ننګ او غیرت څه کوو ویښ ضـمیر مو نه دی پـــکار

تاریخ نه ورک زموږ داستان دې وي خو سوله دې وي

بس چې ژوندي یو او ساه اخلو نور نو څه وغواړو

عزت لیــلام دې وي ارزان دې وي خو سوله دې وي

ښوونــځی بند ښه دی مــالیم په دار خـتلی ښه دی 

سړک ویجاړ پلچک ویران دې وي خو سوله دې وي

د هر حقیار او حقپرست خــوله په سوک ماته ښه ده

د هر چاپلوس کورګی ودان دې وي خو سوله دې وي

عبدالعزیز حقیار.

 

-
بېرته شاته