(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.07.2022ای د زړه سلطانه

[08.Jul.2022 - 14:42]

اﺉ د زړه سلطانه! ته د زړه سلطان د چا يې؟

ستا رنځوران ډېر دي وايه ته درمان د چا یې؟

 

اور د اننګو دې څوک پاخه کړل څوک دې وسول

اﺉ په مخ آتشه! سود د چا، تاوان د چا یې؟

 

ډېر دي ميخانې لره ورځي د شونډو جام له

وايه ته خاصه ساقي د چا، مغان د چا يې؟

 

ډېر درته خراب زړونه کباب په تمه ناست دي

یاره شرابخوره ته مېلمه په خوان د چا یې؟

 

هر څوک دې په ځار او په قربان او په جان بولي

جان خو بېشک جان یې ولې وایه جان د چا یې؟

 

پټ دي که ښکاره دي مئین ټول په تا ډاډه دي

ووایه څرګند، ظاهر د چا، پنهان د چا یې؟

 

خلک درته خانه خانه وایي چاپلوسي کا

و ازمایه خپل حکم چې په صدق خان د چا یې؟

 

زه درپسې درسته شپه پټ ژاړم لکه پرخه

ته سبا خندان لکه ګل واز ګرېوان د چا یې؟

(علي خان)

 

-
بېرته شاته