(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022 حجره

[01.Jul.2022 - 17:23]

ارواښاد خیبر اپرېدی

دروند - مخ ۹۸

نېټه - ۲۰/ ۲/ ۱۹۹۵

.

بيا د خوږ زړونو ټکور دی، په هوجره کې

داسې ګرم ټنګ ټکور دی، په هوجره کې

.

اوس د بام له چوده، ته يې تماشه کړه

بل د ستا د مينې اور دی، په هوجره کې

.

د اورنګ او د فېرنګ څرمن ده ویړه

دا پوزی نه دی چې خور دی، په هوجره کې

.

د درخو کیسه کوي، مطلب یې تهٔ یې

عشق دې پټ داسې سمسور دی، په هوجره کې

.

خوشال خان په کټ کې ناست دی، شومه دم ده

ګوره ويښ د قام غمخور دی، په هوجره کې

.

په هوجره کې فرق د خان او نوکر نشته

هر سړی د سړي ورور دی، په هوجره کې

.

شپه پخه شوه، واده کړي کور ته لاړل

د لونډو خو بس کور دی، په هوجره کې

.

پر ګودر باندې د جونو ټېل ماټېل دی

پسرلی دی، داسې شور دی، په هوجره کې

.

یو پاګل خاورو کې بوخت کرښې راکاږي

ستا تصویر ته دې انځور دی، په هوجره کې

.

د تیرا د لام کیسه شروع شوه، واوره

د فېرنګ په کې مخ تور دی، په هوجره کې

.

دا خيبر دی، ستا په غم کې يې بنګ څښلي

چې په خاورو کې نسکور دی، په هوجره کې

.

.

ټکور = تب، ټپ ورکونه

ټنګ ټکور = موسیقي 

چود = چاود، درز، چاک

ویړ = همواره، کشاده، خور

پوزی = انډېری، بوريا، پوزکی، حصير، پيزی، چټيايي

غمخور = خواخوږی، همدرد

سمسور = ۱) تر او تازه، غوړېدلی ۲) پوخ، رسېدلی ۳) اباد

شومه دم = بازیره، ننګړۍ شپه، نیمه شپه، پخه شپه

لونډ = ۱) مجرد، هغه زلمی چې واده يې کړی نه وي ۲) لنډه غر، لوفر، خوشکی، فضول او بې کاره سړی

ټېل ماټېل = ګڼه ګوڼه

فېرنګ = انګرېز، اروپایي کس

نسکور = سر چپه، اپوټه، پړمخی

(غوړچان: ممتاز خان)

-
بېرته شاته