(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022کاظم خان شیدا

[01.Jul.2022 - 17:21]

د کاظم خان شيدا د يوې قطعې تاريخي جاج"

لیک: لیاقت تابان

د پښتنو لوى اتل احمد شاه بابا د ا خوى درلودى چي هر جنګ ته به ولاړٸ لومړى سر به يې د روغي لپاره استازي او شرطونه مخالفي ډلي ته ليږل 

د پاني پت په لوى جنګ

14/07/1761ء

1174ه ق)

د څلورمي خور شپږمه 

يې هم حافظ رحمت خان  د استازي په توګه  د دکن د مرهټيانو د لښکر مشر  بسواس راى او سپه سالار  بهاو ته وليږٸ 

 ددې ذکر حافظ مرغزي په پښتو احمد شآهي شهنآمه کي داسي کړى دى

چي بادشاه که چا خبر

 د باهو راغى لښکر

درست لښکر يې په دا لار

مسلح جنګ ته تيار

په دربار کي دا ګفتار

هله وسه مزيدار

اوس ايلچي دي سي تيار

چي دانا وي په داکار

مشهور په ظرافت وي 

مکمل په فراست وي

په تقرير کي در افشان وي

په زبان هزار داستان وي

ٶې دا نواب دى رحمت خان

ګوى يې وړى په ميدان

جاري

خو د دشمن مشرانو دا روغه ونه منله،جنګ ونښتٸ اودشمنانو  په پاني پت  کلکه ماته وخوړله

او په لوى هند د پښتنو باچاهي مظبوطه سوله

په خصوصيت سره د روهيل کهنډ رياست چي د پخوا څخه د پښتنو رياست وو 

د روهيل کهنډ جغر افيه څه په دې ډول وه

مشرق ته:رامپور،بريلي،پيهلي،بهيت۔  او ايسيهاره ښارونه

جنوب مشرق:شاهجهان پور

مغرب:

د نجيب الدوله نجيب آباد

جنوب:د سنبهل ښار

د روهيل کهنډ د نوابۍ غولۍ څه د پاسه 899

ميله وو_

د ستر ټولواک احمد شاه بابا مرګ

3م د جون 1772ء

د لومړۍ خور په دوهمه په لوى هند کي د انګريزانو و ايسټ انډيا کمپنۍ ته د هندوستان نيولو ښه موقع په لاس ورکړه او ددې پيل دوى د روهيل کهنډ د نيولو څخه وکړٸ او ددې لپاره يې د اودء نواب شجاع الدوله ايرانى د ځان سره ملګرى کړٸ 

د صفري پر لسمه پر 22م اپريل 1774ءد غليم فوځ د يو لکه پنځلسو 

زرو نفوسو سره د شجاع الدوله ايراني،کرنل چمپين ،ناسياله ضابط خان يوسفزي او ناسياله مظفر بنګښ دګد پوځونه او بل خوا ته حافظ الملک۔  رحمت خان۔  بړيڅ د 40زرو پښتنو زلموسره مخامخ سول

 دا جنګ د بهګل تر سيند آخوا د شاهجهان پور په ميران پور ،کي ووسو 

لومړى سر د لوى اتل شيخ کبير زوى مستقيم خان د خپلو عسکرو سره له کيڼي خوا او د على محمدخان زوى نواب فيض الله خان د  ښي اړخ له خوا پر دشمن ورغلو او د دشمن پوځونه پې پر شا بيولو مجبوره کړل 

په عين حال کي يو خرص  سوى روهيلي سردار احمد خان د ناسياله شجاع الدوله په طرفداري غداري وکړه او ماته يې ومنله 

په دغه وخت کي د د غليمانو توپخانو بارودو ته زور ورکړٸ او

يوه ګولۍ د حافظ رحمت خان پر ټټر ولګيدله او سمدلاسه يې د شهادت جام نوش کړ 

کاظم خان شيدا د حافظ رحمت د شهادت تاريخي ماده داسي ليکې ده

په ميدان چي حافظ جي پريوت شهيد شه

کشنده يې په رحلت کي شه عجول

استفسار که د تاريخ کاندي څوک، وايه 

چي "يو کال و د قاتل و د مقتول

ناسياله شجاع الدوله په دغه کال 1188ه ق

د حافظ د شهادت نهه مياشتي او دولس ورځي بعد د ميانۍ د مپاشتي پر ٢٣مه مړ سو

د روهيل کهنډ په غزا کي د حافظ رحمت درې زامن شهيدان سول پنځه لکهه پښتانه بې کوره سول او روهيل کهنډ ويجاړ سو 

شيدا هم په دغه وخت په روهيل کهنډ کي وو

اوس دا سوالونه چي آيا ده پدغه غزا کي پخپله شرکت کړى وو ؟

د روهيل کهنډ د ويجاړيدو بعد له ده سره څه سلو ک وسو ؟

شيدا دا هر څه در نهو مياشتو پوري د نږدې څارلو

 

دى دلته پاته سو که بل ځاى يې۔  کوچ وکړ ؟دا تپوسونه هنوز جواب غواړي

د دې جواب مو هغه وخت موندلاى سو که چيري شجاع الدوله د حافظ رحمت کتابتون لوټ کړى نه وو او لکنهو ته يې وړى نه او يا ميجر راورټي ددې کتابتوڼ قلمي نسخې له ځان سره دلندن کتا،بتونو ته وړي نه واٸ

-
بېرته شاته