(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022نه مې د چا مال

[01.Jul.2022 - 17:16]

نۀ مې د چا مال خوړلی نۀ مې څوک وژلي دي

نۀ مې چاته "ورک شه" یا "ګم شو" کله ویَيلي دي

 

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وایمه

نۀ یمه منکر پۀ مظلومانو مې ژړلي دي

 

دا ګناه د سترګو که د زړۀ ده؟نۀ پوهېږمه

بد مې چې لیدلي،خدایګو بد مې هم ګڼلي دي

 

زۀ یې پۀ لیدلو او وئیلو ګناه ګاره شوم

نور یې پۀ کولو او عمل باندې ښاغلي دي

 

نۀ یمه خاین پۀ خیانت د نورو پوۀ یمه

پوهه که ګناه وي؟خلق ټول اوس پوهېدلي دي

الفت ګل پاچا

-
بېرته شاته